د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

مبین: طالبان په شمال او شمال ختیځ کې ضعیفه شوي


په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې په شمال او شمال ختیځ زونونو کې د طالب وسله‌والو جنګیالي له کمزورۍ سره مخ شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر جنرال امان‌الله مبین نن یکشنبه په مزار شریف کې خبریالانو ته وویل چې همدا اوس‌مهال په جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د طالب وسله‌والو پر وړاندې چاڼیز عملیات پیل شوي او له ګن شمېر سیمو څخه چې دوی په‌کې تسلط درلود په شا تمبول شوي دي.

د شاهین قول اردو مشر وویل چې د سرپل په صیاد ولسوالۍ، د فاریاب په خواجه سبز پوش او شیرین تګاب سیمو او د جوزجان په مردیان او اقچې ولسوالیو کې د ملي اردو سرتېري د طالب وسله‌والو سره په جګړه بوخت دي.

جنرال امان الله مبین
جنرال امان الله مبین

جنرال مبین وویل:

"د ملي اردو او ملي پولیسو قطعات او جزتامونه سیمو ته د ورتګ په حال کې دي، د یوې دقیقې برنامې او پلان له مخې په اسیب پذیره سیمو کې عملیات ترسره کېږي."

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په شمال او شمال ختیځ زونونو کې د طالب وسله‌والو تحرکات زیات شوي و، خو د امنیتي ارګانونو ترمنځ په ښې همغږۍ سره افغان قوتونه توانېدلي چې د فاریاب په کوهستان، د جوزجان په اقچې او د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې د دولت ضد وسله‌والو ته درانه تلفات واړوي.

په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له تعلیمي کنډک څخه تازه فارغ شوي سرتېري وايي چې چمتو دي څو د هېواد د ساتنې او د افغان دولت له وسله‌والو سره د جګړې په خاطر خپله وینه تویه کړي.

دوی وايي چې د شاهین قول اردو په تعلیمي کنډک کې یې ۹ اوونۍ پوځي زده‌کړې کړي او اوس له دښمن سره محاربې ته چمتو دي.

د ملي اردو دوه تنه سرتېري یې په اړه وايي:

"ادریس یم، په شاهین قول اردو کې مې نظامي زده‌کړې ختمې کړې دي، تر څو مې په رګونو کې وینه شته خپل وطن ته به امانتداره واوسېږم او ترې به ساتنه ترسره کړم."

"زما نوم صمیم دی، په شاهین قول اردو کې مې پوځي زده‌کړې ترسره کړي او اوس هر ډول وسله کارولی شم، غواړم له خپلې مورنۍ خاورې او وطن چې پر موږ ډېر حق لري دفاع وکړم او دښمن نابود کړم."

په داسې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې د وسله‌والو طالبانو او د افغان دولت نورو وسله‌والو مخالفو ډلو فعالیت په شمال زون کې د تضعیف په حال کې دی چې په تازه‌ګۍ سره طالبانو د سرپل د صیاد ولسوالۍ میرزا اولنګ سیمې ته سقوط ورکړ، او د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یې د جوزجان د اقچې ولسوالۍ ګن شمېر کلي خپل کړل.

وسله‌والو طالبانو تر دې دمه د شاهین قول اردو د مشر د څرګندونو په اړه، غبرګون نه‌دی ښودلی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG