د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د جوزجان د اقچې اوسېدونکي: د جګړې له وېرې مو خپل کورونه پرېښي


په تېرو څو ورځو کې د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله‌والو ترمنځ د جګړې له امله سلګونه کورنۍ اړ شوي چې خپلې سیمې پرېږدي او کډوال شي.

د دې کډوالو ډېر شمېر مزار شریف او یا هم شبرغان ښار ته بې‌ځایه شوي دي، خو یو شمېر نور د جنګ له سیمې د اقچې ولسوالۍ مرکز ته راغلي دي.

د کلته‌شاخ سیمې اوسېدونکی سیف‌الله وايي چې یوازې یې د کورنۍ غړي په اقچه ولسوالۍ کې د جکړې له سیمې ایستلي دي او نور ټول توکي او وسایل یې د جګړې سیمه کې پاتې دي.

هغه‌یې په اړه وايي:

"هغوی چې پیسې لري او امکانات ورسره شته دي، خپلې کورنۍ یې یا مزار شریف او یا هم شبرغان ښار ته انتقال کړې دي، خو موږ چې پیسې نه‌لرو چېرې لاړ شو، اوس حتی د خوراک ډوډۍ او د څښاک اوبه نه‌لرو."

د جګړې له سیمې بې‌ځایه شوي کسان وايي چې تر دې دمه د هغوی ستونزو ته کومه پاملرنه هم نه‌ده شوې.

د جوزجان امنیه قوماندان رحمت‌الله ترکستاني ازادي راډیو ته وویل چې محلي حکومت د بې‌ځایه شویو ستونزو ته رسیدګي په مقصد هڅې کوي او د هغوی سروې هم پیل شوې ده.

دا چې خلک په اقچې ولسوالۍ کې د نا امنیو د زیاتوالي او د دې ولسوالۍ د احتمالي سقوط په اړه اندېښنه لري، دا موضوع ازادي راډيو د جوزجان له امنیه قوماندان رحمت ترکستاني سره شریکه کړه.

هغه‌یې په ځواب کې داسې وویل:

"نه دا یو ډول تبلیغ دی، زموږ سره په کافي توګه امنیتي سرتېري موجود دي او د طالب وسله‌والو په وړاندې زموږ د پوځیانو مورال ډېر لوړ دی، طالبان په محاصره کې دي، خو دښمن یوازې زموږ یوه پوسته خپله کړې ده چې ډېر ژر به هغه هم تر خپل کنټرول لاندې راولو."

په اقچې ولسوالۍ کې ځايي خلک وايي چې طالب وسله‌وال لحظه په لحظه د ولسوالۍ مرکز ته د رانېږدې کېدو په حال کې دي، خو امنیتي چارواکي وايي چې دا جګړه به د دوی په نفع ختمه شي.

وسله‌والو طالبانو په سیمه کې د روانې جګړې په اړه تازه څرګندونې نه‌دي کړي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG