د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د سیمې په کچه د بهترینې او پیاوړې افغان اردو د جوړولو لپاره د ناټو هڅه!


د ناټو په مشرۍ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي، هڅې یې دا دي چې د سیمې په کچه د افغانستان لپاره بهترینه اردو جوړه کړي.

یاد مأموریت وايي، افغان پوځ ته ۱۵۰ بلک هاک هلیکوپټر او یو شمېر نورې جنګي الوتکې ورکوي چې د دغو هلیکوپټرو څلور به‌یې د اکـوبر په لومړۍ نېټه افغان پوځ ته وسپارل شي.

د دغه مأموریت ویاند کپټان ویلیم سالوېن له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د غوڅ ملاتړ مأموریت هڅه دا ده چې د سیمې په کچه یوه پیاوړې افغان اردو جوړه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ په باور د غوڅ ملاتړ مأموریت به د سیمې په کچه د افغانستان لپاره بهترینه قوه رامنځته کړي، که څه هم همدا مهال افغان ځانګړي ځواکونه د سیمې په کچه بهترین ځواک دی، د افغانستان هوايي ځواک پياوړی دی، تر ۲۰۲۰ میلادي کاله به زموږ د مأموریت دوام او هغه ژمنې چې له دې هېواد سره‌یې لرو افغان امنیتي او دفاعي ځواک په بشپړه توګه له خپلې خاورې، خلکو او د قوانینو له ملاتړ څخه ساتنه وکړای شي."

افغان هوايي ځواک
افغان هوايي ځواک

تېره اوونۍ ولسمشر محمد اشرف غني په هلمند کې افغان ځواکونو ته په وینا کې ویلي چې د هوايي ځواک د پياوړتیا لپاره ۶۸۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي دي.

په ورته وخت کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ په مأموریت کې د افغان هوايي ځواک د ټرینېنګ د برخې قوماندان برید جنرال «فلیپ سټیوارت» شااوخوا درې اوونۍ وړاندې روېټرز خبري اژانس ته ویلي، پلان دا دی چې په راروانو څلورو کلونو کې به د اووه میلیارده ډالرو په لګښت د افغانستان هوايي ځواک د عملي روزنې تر څنګ په نویو الوتکو او تجهیزاتو سمبال شي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، له ۲۰۱۴ کال راپه دې‌خوا د افغان هوايي ځواک په جوړېدو کار پیل شو چې اوس‌یې چارې چټکې شوي او د رادار په ګډون یو شمېر نورې څانګې چې هوايي ځواک ورته اړتیا لري پر فعالېدو یې کار روان دی.

وزیري:څلور کاله وروسته به افغانستان یو ځواکمن هوايي ځواک او اردو ولري.
وزیري:څلور کاله وروسته به افغانستان یو ځواکمن هوايي ځواک او اردو ولري.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل څلور کاله وروسته به افغانستان یو ځواکمن هوايي ځواک او اردو ولري.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"د امریکا متحده ایالاتو د ناټو غړو هېوادونو له موږ سره ژمنه کړې ده چې په څلور کلن پلان کې د تقسیم اوقات مطابق چې موږ جوړ کړی زموږ هوايي ځواک به په پښو ودرېږي چې دا د افغانستان د خلکو ارزو ده، په راتلونکي کې به موږ پياوړی پوځ ولرو."

ښاغلی وزیري زیاتوي چې امریکا او ناټو ورسره ژمنه کړې چې د هوايي ځواک په ځانګړې توګه د هلیکوپټرو د ترمیم لپاره به په افغانستان کې یو مجهز ورکشاپ هم جوړ کړي.

دی وايي کومانډو چې یو غښتلی ځواک دی په څلور کلن پلان کې له فرقې څخه قول اردو ته لوړېږي او د ناټو له‌خوا به په پرمختللو وسایلو او تجهیزاتو سمبال شي.

دولت وزیري همدا شان ټینګار کوي چې د عامه نظم او سرحدي پولیسو تشکیلات دفاع وزارت ته اوړي چې له دې سره به د اردو د سرتېرو شمېر نور هم زیات شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG