د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

درمل واردوونکو شرکتونو ته د روغتیا وزارت خبرداری!


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د درملو د واردوونکو یو شمېر شرکتونو د تړلو خبرداری ورکوي.

د عامې روغتیا وزیر وايي، دا مهال په هېواد کې ۲۵۰ د درملو واردوونکي کمپنۍ او په بهر کې ۲۰۰ نورې د درملو تولیدوونکي کمپنۍ له افغان حکومت سره راجسټر نه‌دي.

ډاکتر فیروزالدین فیروز د سې شنبې په ورځ د روغتیایي محصولاتو او د درملو د تنظیم د ملي ادارې د کلنیو فعالیتونو د بیا کتنې په یو ورځني ورکشاپ کې وویل، که چېرې یادې کمپنۍ په لسو ورځو کې له حکومت سره راجسټرې نه‌شي فعالیتونه‌يې دوی ته د منلو نه‌دي.

ډاکتر فیروزالدین فیروز
ډاکتر فیروزالدین فیروز

نوموړي زیاته کړه:

"په افغانستان کې ناراجسټر شوي ۲۵۰ درمل واردوونکي کمپنۍ دي چې په مارکېټ کې حضور لري، خو له حکومت سره راجسټر نه‌دي دغه‌شان په بهر کې ۲۰۰ نورې کمپنۍ دي چې افغانستان ته درمل تولیدوي، هغوی هم حکومت سره راجسټر نه‌دي دغو کمپینو ته لس ورځې وخت ورکول کېږي چې له حکومت سره ځان راجسټر کړي که نه؟ نو دوی ته به اجازه ورنه‌کړل شي چې افغانستان ته درمل راوړي."

نوموړي همدارنګه د درملو د کنټرول او د روغتیايي سیسټم د څارنې لپاره د روغتیايي محصولاتو او درملو د تنظیم د ملي ادارې کارونه ګټور وبلل ويې‌ویل، دغه اداره د یوه کال په موده کې توانېدلې چې مهمې لاسته راوړنې ولري.

د روغتیايي محصولاتو او تنظیم ملي اداره د فساد په کموالي، د جوازونو، د روغتیايي قوانینو د څېړنې، د درملو او طبي محصولاتو د کنټرول او د بې‌کیفیته او د ګران بیوو دواګانو د څارنې په برخه کې کار کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دوی په تېر یو کال کې د نورو اقداماتو تر څنګ له هغو ۸۰۰ کمپینو جوازونه اخیستي کوم چې فعالیتونه‌یې نه‌درلودل.

دغه وزارت وايي، دا مهال په افغانستان کې ۱۴ زره درملتونونه فعالیت کوي چې له دې شمېر نه ۱۰ زره‌يې پرته له فارمسسانو کار کوي او جدي به وڅارل شي.

په ورته وخت کې د درملو د یو شمېر واردوونکو شرکتونو مسؤلین ضیاالدین مایار وردګ او یاسین چې په دې غونډه کې یې ګډون درلود ازادي راډيو ته وویل، افغان حکومت باید په هېواد کې دننه د درملو تولیداتو ته پراختیا ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا ډېر ښه پر ځای ګام دی چې دغه ناراجسټر شوي شرکتونه وتړل شي او پر ځای يې کورنيو تولیداتو ته زمینه برابره شي، موږ باید خپل صنعت په پښو ودروو، دا خارجي واردات موږ ته له ګټې نه تاوان ریات لري."

«یاسین»

"د درملو د کیفیت او تظیم لپاره باید هڅه وشي، معتبر شرکتونه له حکومت سره راجسټر شي چې با کیفیته درمل وارد کړي."

د روغتيا وزارت د چارواکو په خبره له ګاونډیو هېوادونو سره خلاص سرحدونه د دې لامل شوي چې هېواد ته په پراخه کچه بې‌کیفيته درمل وارد شي.

د عامې روغتیا د وزیر فیروزالدین فیروز په خبره دا مهال افغانستان ته ۹۵ فیصده درمل له نورو هېوادونو واردوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د درملو د تولیداتو د پراختیا موضوع ته لېواله دی او دغه هېواد ته د درملو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې هم جدي هڅې کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG