د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

د افغانستان په مرکز کابل کې د اوبو رسونې د یوې سترې پروژې کار پیل شو


د افغانستان د اوبو رسونې ریاست، په پلازمېنه کابل کې د ۱۰۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت، د اوبو رسونې د يوې سترې پروژې کار پېل کړ.

د دې بنسټ رئیس حمیدالله يلاني د يکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه پروژه په ۳ فازونو کې تطبیقېږي چې لګښت يې د المان هېواد، د امریکا متحده ایالاتونو د پراختیايي ادارې او د فرانسې د پراختیايي بانک له خوا ورکول کېږي.

د هغه په خبره، د دې پروژې د لومړي فاز کار چې ۱۱ مېليونه ډالر لګښت پرې راځي، پېل شوی دی.

ښاغلي یلاني زیاته کړه:

"د دې پروژې له اساساتو څخه به يو دا وي چې له اوبو څخه سمه استفاده وشي او ۱۰ زره کورنۍ به په مستقیم ډول له دغې پروژې څخه ګټه اخلي او ۲۴ ساعته به په معیاري ډول دغه کورنۍ اوبه ولري، د دې پروژې د پلي کېدو لپاره يو زر او ۸۰ ورځې په نظر کې نیول شوي دي."

د افغانستان د اوبو رسونې رئیس دغه پروژه په افغانستان کې بې سارې ګڼي او وايي، په پام کې ده چې د يو پمپ سټېشن له لارې د کابل له بهره اوبه لومړی وزیر اکبر خان تپې ته انتقال شي او له هغه ځایه بیا پر خلکو ووېشل شي.

کابل چې د هېواد له ګڼ مېشتو ښارونو څخه دی او د يو شمېر راپورونو له مخې، شااوخوا پنځه مېليونه نفوس لري، د اوسېدونکو يوه اساسي ستونزه يې د څښلو د پاکو اوبو نشتوالی دي.

د کابل اوسېدونکو په دې برخه کې په وار- وار په حکومت نیوکې کړي چې دې ستونزې ته يې سمه پاملرنه نه ده کړې.

د ممتاز ګروپ د شرکت رئیس عبدالبصیر لطیفي چې د دې پروژې د پلي کولو چارې يې په غاړه اخېستي، وايي چې د دغې پروژې چارې به د افغان انجینرانو له خوا پر مخ وړل کېږي.

ښاغلي لطیفي وویل:

"موږ د افغانستان لومړنی ستر پمپ سټېشن په کابل کې جوړوو او ان‎شاالله د افغاني انجینرانو په لاس یې جوړوو، د دې پروژې لپاره ټول وسایل له اروپا څخه راځي، موږ د دې پروژې پلې کولو ته ژمن یوو."

د افغانستان د اوبو رسونې رئیس ویلي چې په کابل کې د اوبو رسونې د دې لويې پروژې د پیلولو هدف، د اوبو د مدیریت په برخه کې د حکومت د سیاست يوه برخه ده.

د دغه بنسټ د رئیس په خبره، د دې پروژې په پلي کېدو سره، د ځمکې لاندې د اوبو ملوث کېدو مخه هم ونیول شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG