د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

د سپاه پاسداران د قوماندان د خبرو پر وړاندې د افغان چارواکو غبرګون


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ګاونډيو هېوادونو په وړاندې د افغانستان دريځ روښانه دی او که ګاونډي هېوادونه په سیمه کې د ترورېزم ختمول غواړي، نو غوره لاره یې له افغانستان سره همغږي ده.

په داسې حال کې چې د ایران د سپاه پاسدران یوه قوماندان د افغانستان په ۳ ولایتونو کې د خپل استخباراتي کنټرول خبره کوي، د افغانستان د امنیت شورا وايي، په سیمه کې د ترورېزم سره د اغېزمنې مبارزې په هدف غوره لاره له افغانستان سره همغږي ده.

د افغانستان د امنیت شورا ویاند قادر شاه په دې اړه د زیاتو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو د ترورېزم سره يې پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.

د افغانستان د امنیت شورا ویاند قادر شاه
د افغانستان د امنیت شورا ویاند قادر شاه

ښاغلي قادر شاه زیاته کړه:

"که موږ او تاسو غواړو چې د ترورېزم سره اغېزمنه مبارزه وکړو، نو غوره دا ده چې د هېوادونو تر منځ همکارۍ پراخې شي، زه په ډاډ سره ويلی شم، که زموږ امنیتي ځواکونه پياوړي شي، نو له افغانستان او سیمې څخه به د ترورېزم ځالې ټولې شي."

خو د ایران د سپاه پاسداران د قوماندان وروستیو څرګندونو د افغانستان د مشرانو جرګې د يو شمېر غړو اندېښنې را پارولي او په دې برخه کې پر افغان حکومت د جدي اقداماتو غږ کوي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي وايي، ایران په خپل ګاونډ کې د افغانستان له پرمختګه وېره لري او له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې په افغانستان کې د پرمختګونو مخه ونیسي او نا امنیو ته لمن ووهي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي

ښاغلی صدیقي وایي:

"ایران په افغانستان کې د اوبو او زېربناوو لپاره مداخلې کوي، دوی هېڅکله نه غواړي چې افغانستان يو باثباته او پرمختللی هېواد وي، نو له دې امله دوی له بېلابېلو لارو په افغانستان کې نا امنیو ته لمن وهي او غواړي چې دغه نا امني دوام وکړي."

د ایران د سپاه پاسداران قوماندان احمد رضا پوردستان د شنبې په ورځ ایراني رسنیو ته ویلي، سربېره پر دې چې د ځمکې او هوا له لارې افغانستان او عراق د دوی تر نظر لاندې دی، د افغانستان په ۳ ولایتونو کې پراخ استخباراتي نفوس هم لري.

د يو شمېر راپورونو له مخې، له دې وړاندې ایران د يو شمېر سیمه ییزو چارواکو له خوا د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته د وسلو په ورکولو هم تورن شوی دی.

د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستانی وايي، ایران د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب لپاره د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې سیاسي، امنیتی او استختباراتي فعالیتونه کوي.

د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستانی
د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستانی

ښاغلي کوهستاني زیاته کړه:

"د ایران استخباراتي مداخلې په ځېنو مواردو او سیمو کې د افغانستان لپاره خطرناکې دي، لکه د اوبو په برخه کې چې تازه رامخته شوی او يا هم د سلما بند په شااوخوا کې وروستۍ نا امنۍ یادولای شو، خو هغه مداخلې چې د افغانستان لويې پروژې یې له خطر سره مخ کړي، لا نه دي موجودې."

ښاغلی کوهستانی وايي، د ایران استخباراتي مداخلې د افغانستان لپاره بې خطره نه دي، خو د دې لپاره چې د افغانستان حکومت له دوو خواوو په جګړه کې ښکېل نشي، په کار ده چې دا ستونزه له ديپلوماتیکو لارو حل شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG