د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

انیس: افغان ځواکونه له دفاعي حالت نه تعرضي حلت ته راغلي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم له هر اړخه د افغانستان د روان امنیتي وضیعت په اړه لیکلي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپانې په خپل یو مطلب کې لیکلي چې بلک واټر امنیتي کمپنۍ ویلي تر پنتاګون موږ په افغانستان کې ښه امنیت راوستلی شو.

په مطلب کې راغلي چې د دغه کمپنۍ بنسټګر ایریک پرینس چې سپینې ماڼۍ ته یې د افغانستان د جګړې د قرارداد وړاندیز هم کړی وايي، د ده کمپنۍ د دې جګړې د ګټلو لپاره اغېزناکه تګلاره او مسلکي بشري ځواک لري.

په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې د دوی له خوا افغانستان ته رالېږونکي کسان به د افغانستان تر قوماندې او اصولو لاندې فعالیت کوي او په بېلابېلو برخو کې به د افغان ځواکونو د وړتیاوو له لوړېدو سره مرسته کوي.

په مطلب کې ویل شوي چې نوموړي دا خبردارۍ هم ورکړی، که امریکا له افغانستان نه خپل پوځیان وباسي افغان حکومت به په څو اونیو کې رانسکور شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګنې په سرمقاله کې لیکلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت نه تعرضي حالت ته راګرځېدلي.

په سرمقاله کې راغلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني هلمند ته په خپل سفر کې ټینګار کړی چې حکومت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او تمویل برخې ته ډېر پام اړولی او ډېر ژر د افغان هوايي ځواک د پیاوړي کولو په هدف ۶۸۰ ملیونه ډالره ولګول شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور که څه هم د افغانستان د امنیت مسئله د افغان حکومتي مشرانو د ژمنو په لومړیتوبونو کې ده خو په خبره یې، د سولې په راوستلو کې ټول مسؤل یو او باید خپل دا مسؤلیت تر سره کړو.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز خپلواکې ورځپاڼې هم د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په خپله سرمقاله کې یې لیکي چې له دې وضعیت نه د وتلو یوازېنۍ لار په امنیتي بنسټونو کې پراخ اقدامات او اصلاحات دي.

په سرمقاله کې راغلي چې له روان وضیعت نه سترګې پټول زمونږ بقا نه تضمینوي.

XS
SM
MD
LG