د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

د ارزګان لوبغاړي: امکانات نه‌لرو خو سرو شګو کې لوبې کوو


که څه هم د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار په څنډو کې له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې جګړه روانه ده، خو د دغه ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، ورسره په څنګ کې دغلته د لوبو مینه‎وال ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

د دغه ولایت د بدني روزنې امر قدرت‌الله الفت د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې په دې وروستیو کلونو کې زیات شمېر ځوانانو لوبو ته مخه کړې، خو وايي چې دوی ورته د لوبو د ترسره کولو لپاره لوبغالي نه‎لري.

نوموړی وايي، که په دغه ولایت کې ځوانانو ته د لوبو میدانونه جوړ شي، نو د لوبو مینه‎وال به نور هم زیات شي او په نشه‎یي توکو د روږدي کسانو شمېر به هم کم شي.

د بدني روزنې امر قدرت الله الفت
د بدني روزنې امر قدرت الله الفت

ښاغلي الفت زیاته کړه:

"موږ دوه کاله مخکې څه باندې ۲۰۰ لوبغاړي له ځان سره راجسټر درلودل، خو اوس دا شمېره څه باندې ۴ زرو ته رسېدلې، نو دا معلومه خبره ده چې په دغه ولایت کې د لوبو مینه‎وال زیات شوي او بل دا چې موږ په دغه ولایت کې ۹ ډوله لوبې لرو لکه کرکټ، فوټبال، ووشو، زبیايي اندام او داسې نورې، خو ولې موږ یوازې یو لوبغالی لرو، هغه هم د استفادې وړ نه‎دی."

ښاغلي الفت همدارنګه وویل چې په دغه ولایت کې دوی د لوبغاړو د روزنې لپاره ښوونکي هم نه‎لري، خو بیا هم د زون په سطحه‌يې بریاوې خپلې کړې دي.

نوموړی وايي، که دغلته د دوی لوبغاړو ته سمه روزنه ورکول شي نو د افغانستان په سطحه به بریاوې راوړي.

چارواکي وايي ارزګان یو د افغانستان د هغه وروسته پاتې او ناامنه ولایتونو څخه دی چې د بیارغونې کارونه ډېر کم په‎کې تر سترګو کېږي او څه باندې ۸۰ سلنه خلک‌يې نالوستي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې دوه اوونۍ وړاندې د ۷ بېلابېلو لوبو لپاره فدراسیونونه هم وټاکل شول.

له دې سره په دغه ولایت کې لوبغاړي هم وايي چې دوی د لوبو د ترسره کولو لپاره کوم لوبغالی نه‎لري.

دوی له دولته غوښتنه کوي چې د لوبو لپاره دې ورته لوبغاړي جوړ کړي څو ځوانان له نشه‎یي توکو او ناوړه کارونو څخه لاس واخلي او لوبو ته مخه کړي.

یو لوبغاړی یې ازادي راډيو ته داسې وايي:

"موږ په سرو شګو کې لوبې کوو، خو بیا هم ځوانان د لوبو سره د مینې په خاطر دغلته لوبې کوي زموږ لپاره دولت تر اوسه هېڅ هم نه‎دي کړي، ولې يې نه‎کوي ایا موږ حق نه‎لرو؟ تاسو نورو ولایتونو ته وګورئ، هلته د هرې لوبې لپاره ځانګړي میدانونه جوړ شوي، موږ یوازې یو لوبغالی لرو هغه هم ناسم دی."

په ورته وخت کې د افغانستان د اُلمپیک کمېټې مسؤلین هم په دغه ولایت کې د لوبغاړو دغه ستونزې مني او وايي چې د دغو ستونزو د هوارولو لپاره‌یې يو لړ پلانونه ترل اس لاندې نیولي دي.

د دغې کمېټې ویاندې انیسې محبوبي ازادي راډيو ته وویل چې دغه ستونزې یوازې په ارزګان ولایت کې نه بلکې د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې شته، خو موږ يې د هوارولو هڅې پیل کړې دي.

اغلې انیسه محبوبي وايي:

"موږ پوهېږو چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې لوبغاړي له ورته ستونزو سره مخ دي دا موږ تائیدوو، خو موږ اوس یو لړ پلانونه ترلاس لاندې نیولي دي، څو د لوبغاړو دغه ستونزې ورته هوارې کړو."

د یادونې وړ ده چې په دغه ولایت کې د ناامنیو لامل هم د مسؤلینو په خبره د ځوانانو بې‎کاري ده چې د دغه ولایت د چارواکو په خبره څه باندې ۶۰ سلنه ځوانان بې‎کاره دي چې زیات شمېر يې اوس په نشه‎یي توکو روږدي شوي او یا هم د مخالفینو لیکو ته تللي دي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG