د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

لانکسټر: د افغان ځواکونو د روزنې لپاره به لسګونه بریتانوي روزونکي ولېږو


د بریتانیا د وسله‌والو ځواکونو وزیر وايي چې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره به لسګونه بریتانوي روزونکي افغانستان ته ولېږل شي.

د بریتانیا د وسله‌والو ځواکونو وزیر وايي چې د افغان ځواکونو په وړتیاوو او شمېر کې د پام وړ مثبت تغییر راغلی، خو دا ځواکونه لا هم مرستو ته اړتیا لري.

وزیر مارک لانکسټر چې په افغانستان کې له پخواني مأموریت ۱۱ کاله وروسته کابل ته راغلی، وايي چې هېواد به‌یې تر راتلونکو څو کلونو له افغان امنیتي ځواکونو سره مرستو ته دوام ورکړي.

هغه له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ټینګار وکړ چې د افغان ځواکونو د روزنې او مشورو لپاره بریتانیا پرېکړه کړې چې شااوخوا ۸۵ مشاورین افغانستان ته راولېږي.

نارک لانکسټر وایي:

"موږ په دې وروستیو کې تازه د ځواکونو ډېرول اعلان کړي، تر څو شمېر یې له ۵۰۰ څخه ۵۸۵ ته لوړ شي، دا د وړتیاوو د لوړولو لپاره کافي شمېر دی، له افغان ځواکونو څخه زموږ ملاتړ تر راتلونکو کلونو هم دوام کوي، زموږ ځواکونه به تر ډېره په دې برخه کې کار وکړي چې افغانان څنګه د هوا له لارې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه وکړي."

ښاغلی لانکسټر وايي، بریتانیا هڅه کوي چې لکه د پخوا په څېر د جګړو په میدانونو کې ښکېله نه‌شي.

دا وخت د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د بریتانیا ۵۰۰ ځواکونه په افغانستان کې په دندو بوخت دي چې تر ډېره د نظامي مشاورینو، روزونکو او ملاتړو رول لوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا یوه میاشت وړاندې د ناټو غړو هېوادونو د بروکسل په کنفرانس کې افغانستان ته د تازه روزونکو سرتېرو لېږد تائید کړ.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د ناټو ۱۵ غړو هېوادونو په دې برخه کې د مرستې ټټر وهلی دی.

له دې سره د نظامي چارو څېړونکی حی‎ګل سلیمان‌خېل وايي، که د افغانستان ملاتړي هېوادونه رښتیا هم د ثبات لپاره کار کول غواړي، د دغو مرستو تر څنګ باید د افغان ځواکونو تجهیز ته هم کار وکړي.

د نظامي چارو څېړونکی حی‎ګل سلیمانخېل
د نظامي چارو څېړونکی حی‎ګل سلیمانخېل

ښاغلی سلیمان‌خېل زیاتوي:

"بهرنیو ځواکونو په تېره بیا د امریکا او انګلستان هوايي ځواکونو او زره‌دار ته ډېره اړتیا ده، خو له دې سره چې دوی عسکر رالېږي، ډېره اړتیا دا ده چې افغان ځواکونه تجهیز او د هغوی اړتیاوې پوره کړي."

له دې ټولو سره چې د بریتانیا د وسله‌والو ځواکونو وزیر د ترورېزم پر وړاندې په ګډه مبارزه ټینګار کوي وايي چې د افغانستان غوندې په جنګ ځپلو هېوادونو کې سیاسي حل ته هم باید کار وشي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG