د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

ویسا: ترورېزم د تورېزم مخه ډب کړې


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د ګرځندوې د صنعت د ودې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې ورځې وینا راخېستې او په دې اړه يې خپلې تبصرې خپري کړي دي.

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په یو مطلب کې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکلي چې په افغانستان کې د جګړې له ختمېدو وروسته کېدای شي هر کال دغه هېواد ته له دوو تر پنځه میلیونو سیلانیان راشي.

ورځپاڼه د خپل دغه مطلب په دوام لیکي چې ښاغلي غني دا خبرې تېره ورځ د تورېزم پر وړاندې د ترورېزم ګواښونه په نوم یو جوړ شوي علمي سیمنار ته وکړې.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې دغه هدف ته د رسېدو په برخه کې لکه څومره چې ترورېزم خنډونه جوړوي او تاوان پېښوې هغومره تورېزم مؤثر او ګټور ثابتېدای شي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې ترورېزم د تورېزم مخه ډب کړې ده تر عنوان لاندې په یو مطلب کې د ښاغلي غني په حواله لیکلي چې ترورېزم د تورېزم مخه ډب کړې او په دې توګه يې د ملت د سترو ګټو مخه نېولې ده.

په مطلب کې همدا راز راغلي چې ترهګري د سیلانیانو په مقابل کې ستر خنډ دی او په دې توګه دغه پدیدې افغانستان ته د راتلونکو میلیونونو ډالرو مخه نېولې ده.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم په همدې اړه چې عنوان يې دی که ترورېزم ختم شي تورېزم به وده وکړي تر عنوان لاندې په یو مطلب کې د ولسمشر غني په قول لیکلي چې په هېواد کې سوله او ثبات راتلونکی دی او نه باید دا وویل شي چې دا کار تر وخت مخکی دی.

په مطلب کې وړاندې لیکل شوي چې ولسمشر غني وايي؛ سیاحت په نړۍ کې د عوایدو او کاروبار او دا راز د ولسونو او ملتونو ترمنځ د ښو اړیکو د ایجاد لویه وسیله ده.

ورځپاڼې لیکلي چې ښاغلي غني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مسؤلینو غوښتنه کړې چې په دې برخه کې ګټورې طرحې جوړې کړي تر څو له طبیعي سرچینو څخه ښه ګټه واخېستل شي.

او هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د ګرځندوی صنعت د راژوندي کولو اړتیا تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د افغانستان د ګرځندوی صنعت له پامه غورځېدلی دی.

سرمقاله د ولسمشر په حواله لیکي چې افغان حکومت به د ګرځندوې د بېرته را ژوندي کولو لپاره د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په تفریحي ځایونو جدي کار وکړي.

سرمقاله وړاندې لیکې چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د سیلانیانو لپاره ډېر مهم و او اوس اړتیا ده چې باید دغه اهمیت بیرته راژوندی شي.

XS
SM
MD
LG