د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

د امریکا کانګرس پر ۳ هېوادونو د بندیزونو پر لایحې موافقه کړې


د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس غړي وايي، د هغې لایحې په اړه موافقې ته رسېدلي چې پر روسیې، ایران او شمالي کوریا نوي بندیزونه لګوي.

د استازو جرګې د ډموکراتو غړو دوهم نمبر مشر سټیني هویر «Steny Hoyer» پرون وویل چې د دواړو ګوندونو جمهوري غوښتونکو او ډموکراتانو استازو د دې لایحې په اړه موافقه وکړه.

د استازو جرګې د ډموکراتو غړو دوهم نمبر مشر سټیني هویر.
د استازو جرګې د ډموکراتو غړو دوهم نمبر مشر سټیني هویر.

د امریکا متحده ایالاتو په سنا جرګه کې د لږکیو ډموکراتانو مشر چک شومر «Chuck Schumer» دا لایحه غښتلې یاده کړه او ویې‌ویل چې تمه ده ډېر ژر تصویب شي.

تمه ده د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګه همدا سې شنبه په دې لایحې رأیه‌ګېري وکړي او وروسته به سنا جرګه هم پرې رأیه ورکړي.

خو سپینې ماڼۍ د دې لایحې پر یوې برخې اعتراض کړی دی.

د لایحې په دې برخه کې راغلي چې که د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پر مسکو باندې د بندیزونو د کمښت یا پای ته رسولو په اړه ګام پورته کړي کانګرس باید پرې کتنه وکړي.

د دې نوې لایحې پر اساس ولسمشر ټرمپ باید د هر ډول بندیز د تعلیق یا لیرې کولو په صورت کې کانګرس ته احوال ورکړي چې وروسته له هغه د کانګرس غړي تر یوې میاشتې وخت لري څو دې پرېکړې ته اجازه ورکړي که نه؟

د واشنګتن او مسکو د اړیکو د راتلونکي په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ خوشبینانه دریځ د متحده ایالاتو په کانګرس کې ځینې اندېښنې رامنځته کړي چې ممکن ټرمپ د مسکو په وړاندې اقتصادي بندیزونه کم کړي.

امریکا متحده ایالاتو وروسته له هغه پر روسیې باندې اقتصادي بندیزونه ولګول چې په ۲۰۱۴ کال کې روسیې د کریمیا ټاپووزمه په خپلې خاورې پورې وتړله او هم‌یې په ختیځ اوکراین کې له بېلتون‌پالو ملاتړ وکړ.

خو د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن ویلي تر هغو چې مسکو د اوکراین په اړه خپل دریځ سم نه‌کړي پر روسیې باندې د بندیزونو د کمولو نیت نه‌لري.

د شواهدو له موجودیت سره سره روسیې له دې موضوع انکار کړی چې ګواکې د اوکراین په ختیځ کې له بېلتون‌پالو ملاتړ کوي.

مسکو بیا دا خبره هم دروغ بولي چې د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ کال ولسمشرۍ انتخاباتو کې یې لاسوهنې کړي هغه څه چې د امریکا استخباراتي ادارې یې اوس په څېړنه بوختې دي او په خاطر یې په مسکو د بندیزونو د زیاتېدو لېوالتیا هم د امریکایي کانګرس مینانو تر منځ زیاته ده.

تازه اروپايي ټولنې د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس د لایحې په تعقیب په یوه بیان کې ویلي چې د روسیې او ایران په وړاندې بندیزونه باید له اروپايي ټولنې سره په همغږي وشي او د دې ټولنې په خبره یو جانبه اقدامات د بندیزونو ماهیت کمزوری کوي.

XS
SM
MD
LG