د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

زاسلاوسکي: روسیه کې به په راتلونکي کې فساد د اټکل وړ نه‎وي


د ازادې روسیې د بنسټ Free Russia Foundation څېړونکی ایلیا زاسلاوسکي "Ilya Zaslavskiy" وايي چې په روسیه کې به په راتلونکي کې فساد د اټکل وړ نه‎وي او د هغو کسانو د ځپلو احتمال شته چې په روسیه کې د غلو د واکمنۍ یا کلِپتوکراسۍ Kleptocracy پرضد د اعتراض غږ اوچتوي.

زاسلاوسکي په هغه کنفرانس کې چې په روسیه کې د فساد په اړه د بحث لپاره په واشنګټن کې جوړ شوی و، د وینا پرمهال وویل فساد یوازې د روسیې کورنۍ موضوع نه‎ده بلکې دا ستونزه اوس د متحدو ایالاتو او ټول لویدیځ لپاره په یوه اندیښنه بدله شوې.

په کریملین کې د کلپتوکراسۍ تر سرلیک لاندې په دې کنفرانس کې چې د اروپا د امنیت او همکارۍ د کمېسیون په مالي مرسته د پنجشنبې په ورځ جوړ شوی و، کلپتوکراسي یا د فاسدانو واکمني د سیاسي قدرت له لارې د خلکو د شتمنیو د غلا وسیله وبلل شوه.

د ازادې روسیې د بنسټ څېړونکي ښاغلي زاسلاوسکي وویل چې د روسیې په حکومت کې په رښتینې معنا لېبرال کسان نشته او دا یوازې په اروپا کې، په تیره په هغو هېوادونو کې چې په روسیه کې پانګونو ته لېوال دي، یوه جوړه شوې افسانه ده.

زاسلاوسکي په روسیه کې د فساد پرضد د اعتراضونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ده د هېواد ډېری ځوانان تاریخ ته په پام سره له دې ویرې چې وبه ځپل شي نه‎شي کولای د اعتراض غږ اوچت کړي.

پر روسیې د امریکا د بندیزونو د پالیسۍ پخواني تنظیموونکي دانیل فرید Daniel Fried غونډې ته وویل، په روسیه کې د فساد پرضد مبارزه باید د هغې پراخې پالیسۍ یوه برخه وي چې عملي کول به یې د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته ناممکن کار وي.

فرید زیاته کړه چې ښايي امریکايي چارواکي په دې وروستیو کې په روسیه کې د فساد له ستونزې خبر شوي وي، خو د نوموړي په وینا اروپایان، د بالتیک هېوادونه، پولنډ او بلغاریا له ډېرو کلونو راهیسې پرې خبر دي.

هغه په روسیه کې د فساد د مخنیوي لپاره د وړاندیزونو په لړ کې وویل چې غیر حکومتي ټولنې، د تحقیقاتي راپورونو جوړوونکي ژورنالېستان او ځوانان باید د فساد قضیې رابرسېره او افشا کړي. ښاغلي فرید همدا راز یادونه وکړه چې د بندیزونو لګول، د نویو مالي مقرراتو وضع کول او د مالي جرایمو عدلي تعقیب هغه نورې لارې چارې دي چې په روسیه کې د فساد مخه نیولای شي.

XS
SM
MD
LG