د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

پروشنکو امریکا د اوکراین باوري ملاتړی او ستراتیژیک شریک وباله


د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په لیدنه کې ډموکراسي او اصلاحاتو ته د خپل هېواد پر تعهد تینګار کړی.

د اوکراین او د امریکا د ولسمشرانو تر منځ له پرونۍ لیدنې وروسته سپینې ماڼۍ په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو مشرانو د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ د سوله‎ییز هواري پر لارو چارو، د ولسمشر پروشنکو د اصلاحاتو پر اجنډا او د اداري فساد پر ضد د مبارزې په هڅو خبرې وکړې.

د اوکراین ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ سره د لیدنې پر مهال متحده ایالات د اوکراین باوري ملاتړی او سټراتیژیک شریک وباله.

د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو
د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو

پترو پروشنکو وویل:

"موږ په رښتیا د ازادۍ او ډموکراسۍ لپاره مبارزه کوو او په امنیتي او دفاعي برخه کې په ډېر پیاوړي ملاتړ، زموږ د اصلاحاتو په ملاتړ او زما د هېواد چې د اروپا لوی هېواد دی د ۴۵ میلیوني ولس په ملاتړ، زه پوره باور لرم چې اوکراین د بریالیتوب یوه کیسه ده. زه ویاړم چې تاسو د امریکا د متحده ایالاتو ښاغلی ولسمشر د بریالیتوب د دې کیسې همکار او ملاتړي یئ."

ولسمشر ډونالد ټرمپ
ولسمشر ډونالد ټرمپ

​ولسمشر ډونالد ټرمپ د اوکرایني ولسمشر پترو پروشنکو سره د خبریالانو په وړاندې په خپلو لنډو څرګندونو کې وویل:

"موږ ډېر ښه بحثونه وکړل. دا به د ورځې هم دوام وکړي. زه فکر کوم موږ ډېر پرمختګ کړی او دا یو افتخار دی چې تاسو ښاغلی ولسمشر «پترو پروشنکو» دلته یئ."

تمه ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ به راتلونکې میاشت کې په جرمني کې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لومړي ځل لپاره وګوري.

د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو دا مسئله چې له پوتین دمخه د امریکا له مشر سره ګوري "ډېره مهمه وبلله" خو سپینې ماڼۍ بیا دا موضوع کم اهمیته بللې ده.

اوکراین چې له روسیې سره په کړکېچ کې دی، حکومت‌یې هڅه کوي څو د دې هېواد په ختیځ کې د روس‌پلوو بېلتون غوښتونکو په وړاندې جګړه کې د امریکا پراخ ملاتړ تر لاسه کړي.

امریکا ته د اوکراین د ولسمشر د سفر سره په یو وخت د امریکا د خزانې وزارت د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو پر لسګونو مشرانو او ملاتړو نوي بندیزونه اعلان کړي.

په هغو مسئلو کې چې د اوکراین ولسمشر یې له امریکايي چارواکو سره راپورته کول غواړي یوه دا هم ده چې امریکا دې پر روسیې هغه بندیزونه وساتي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال له اوکراینه د کریمیا د لاندې کولو وروسته پرې لګول شوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر پرون خبریالانو ته وویل چې دا مسئله د دواړو ولسمشرانو په خبرو کې یاده شوه او امریکا به تر هغې چې روسیه د اوکراین له ختیځ په شا شوي نه‎وي پر دې هېواد بندیزونه وساتي.

تمه کېږي چې د اوکراین ولسمشر به په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو، دفاع، سوداګرۍ او انرژۍ د وزارتونو او ادارو له چارواکو سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG