د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

بهرنیو ورځپاڼو د افغانستان لپاره د امریکا د پالیسۍ په اړه تبصرې کړي


امریکايي خپرونو په خپلو پرونیو ګڼو کې له پنټاګون څخه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د لیدنې او همداراز د کانګرس د استازو په جرګه کې د افغانستان د جګړې او د داعش پرضد د مبارزې په اړ د دفاع د وزیر او لوی درستیز د څرګندونو پر موضوع ګڼ شمېر مطالب خپاره کړي دي.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له ټیم سره د ولسمشر ټرمپ کتنې ته د اشارې په ترڅ کې لیکي د بندو دروازو شاته دا کتنه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې دفاع وزیر جیز متیس او د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ هم د افغانستان د جګړې او هم په سوریه او عراق کې د داعش ډلې پرضد د روانې جګړې او همداراز د افغانستان د جګړې لپاره د ټرمپ د ادارې د نوې پالیسۍ په اړه چې ټول ورته سترګې په لاره دي کانګرس ته معلومات ورکړل.

واشنګټن ټایمز د دولتي او خصوصي څارونکو هغو څېړنو ته اشاره کوي چې وايي د افغانستان د قلمرو په پراخو سیمو کې د طالبانو نفوذ شته او لیکي چې د متیس په مشرۍ د امریکا دفاعي چارواکي له څو اونیو راهیسې په افغانستان کې د جګړې د روان وضعیت د څیړنې په حال کې دي او ځکه د ثبات د ټینګولو لپاره افغانستان ته د درې او پنځو زرو ترمنځ د اضافي سرتېرو د استولو په اړه غور کوي.

دې هیل The Hill:

دې هیل The Hill د کانګرس خپرونې له دفاع وزیر جیمز متیس او د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ سره د ولسمشر ټرمپ د پرونۍ دوه ساعته غونډې په اړه لیکلي چې پنټاګون له څو میاشتو راهیسې د افغانستان د شپاړس کلنې جګړې لپاره پر نوې ستراتیژۍ کار کوي.

دې هیل د استازو د جرګې له غړو سره د متیس او ډنفورډ د غونډې په اړه لیکي چې د دې غونډې په بحثونو کې د افغانستان د ستراتیژۍ مسئله نه وه شامله.

واشنګټن ایکزماینر:

واشنګټن ایکزماینر Washington Examiner د افغانستان لپاره د امریکا د نوي سفیر په توګه د جان باس John Bassد نومولو په اړه یو مطلب خپور کړی.

باس تردې دمه په ترکیه او مخکې له هغه په ګرجستان کې د امریکا سفیر پاتې شوی چې پر دواړو دندو پخواني ولسمشر بارک اوباما ګومارلی و.

خپرونه د افغانستان جګړه چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کېږي، له دې کبله مهمه بولي چې له یوې خوا وسله والو طالبانو زیاتې سیمې لاندې کړي او له بلې خوا د افغان ځواکونو تلفات په بیساري ډول زیات شوي دي.

واشنګټن ایکزماینر د مطلب په پای کې لیکي، که سنا د ولسمشر ټرمپ انتخاب تایید کړي نو باس به په ډیرو حساسو شرایطو کې د افغانستان د سفیر په توګه خپله نوې دنده پیل کړي.

XS
SM
MD
LG