د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د ننګرهار دُربابا کې د نشه‎يي توکو پر کښت او قاچاق ناغه اېښودل شوې


د ننګرهار د دُربابا ولسوالۍ ولسونو د قومي پریکړې له مخې په دې ولسوالۍ کې د نشه‎يي توکو پر کښت او قاچاق باندې بندیز لګولی دی.

د دُربابا ولسوالۍ قومي مشر ملک کوتر خان ازادي راډيو ته وويل، د تېرو لسو کالو راهیسې دوی په خپلې ولسوالۍ کې هره هغه کړنه چې د قانون خلاف وي د قومي تړو له مخې پرې ناغه لګولې ده.

دی وايي، اوس په دې ولسوالۍ کې شينوارو قوم پریکړه وکړه چې که هر چا د نشه‎يي توکو کښت او یا هم قاچاق وکړ، د قومي جریمي ترڅنګ به د قانون منګولو ته هم سپارل کېږي.

نوموړی وايي:

"موږ داسې تړون کړی چې که چا کوکنار وکرل، دوه لکه افغانۍ ناغه ورنه اخلو او سړی به د قانون منګولو ته سپارو او په همدې ډول که څوک د قاچاق په تور ونيول شي له هغه نه به هم دوه لکه افغانۍ جریمه اخېستل کېږي او سړی به د قانون منګولو ته سپارو او هېڅوک به د نیول شوي کس سفارش نه‎کوي."

نوموړی وايي، دغه ډول قومي پريکړې کولی شي چې په ټول هېواد کې د نشه‎يي توکو کښت او قاچاق بند کړي.

دی وايي، د تاریخ په اوږدو کې دا ثابته شوې چې خلک د دا ډول پرېکړو خلاف عمل نه‎شي کولی:

"قامي فیصلې داسې فیصلې دي چې هېڅکله هم نه ماتيږي او نه څوک دا جرئت کولی شي ځکه دا فیصلې د قوم د اصولو او په دود شوي اوس لکه موږ دلته د شینوارو قوم د اصولو له مخې چې فیصله وکړو دا په هېڅ صورت نشي ماتېدلی."

د ننګرهار ولایتي ادارې هم د دُربابا ولسوالۍ د قومي پریکړې هرکلی کړی دی.

د ولایت ویاند عطالله خوږياڼی وايي، دغه ډول پریکړې له ولایتي ادارې سره ډيره همکاري کولی شي.

د ولایت ویاند عطالله خوږياڼی
د ولایت ویاند عطالله خوږياڼی

نوموړی وايي:

"دغه پریکړه د ولایت له مقام سره یو ډول همکاري ده، زموږ هيله دا ده چې په ټولو ولسوالیو کې د پخوا په څېر دغه ډول قومي پریکړې وشي او قومونه زموږ له امنيتي ځواکونو سره همکار اوسي."

اوس‎مهال د ننګرهار په لېرو ناامنو سیمو کې په پراخه کچه کوکنار کرل کېږي چې د کتونکو په خبره د دې ستونزې د مخنیوي لپاره لازمه ده چې دغه ډول قومي تړې په نورو ولسواليوکې هم عملي شي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG