د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د ایران خبرداری: امریکا دې د خلیج له سیمې خپلې پوځي اډې لیرې کړي


د ایران د سپاه پاسدران قوماندان د چهارشنبې په ورځ امریکا ته خبرداری ورکړ چې خپلې پوځي اډې د خلیج له سیمې لیرې کړي او له خطاګانو ډډه وکړي.

د ایران دولتي رسنیو دا خبر وروسته تر هغې خپور کړ چې متحده ایالاتو پر ایران نوي بندیزونه اعلان کړل.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د سې شنبې په ورځ د ایران د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پر پروګرام بندیزونه ولګول او ويې‌ویل چې په منځني ختیځ کې د ایران له دښمنۍ ډک اعمال د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې پر مثبتو اړخونو اغېز کوي.

خو ایران ټینګار کوي چې د دې هېواد د بالسټیک میزایلو پروګرام دفاعي بڼه لري او دا پروګرام د تهران او نړیوالو قوتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې څخه کومه سرغړونه نه‎ده.

د ایران تسنیم او نورو خبري اژانسونو د سپاه پاسداران د قوماندان محمد علي جعفري له قوله خبر ورکړی چې که امریکا پر ایران نور بندیزونه لګوي نو په خلیج کې دې خپلې پوځي اډې لږ تر لږه زر کېلو متره د ایران له پولو لیرې وساتي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې متحده ایالات باید پوه شي چې هر ډول خطا به‌يې په لویه بیه تمام شي.

امریکا په قطر او کوېټ کې پوځي اډې لري او بحرین سره نېږدې د دې هېواد د سمندري ځواک پنځم بېس موجود دی.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، واشنګټن په خلیج کې د خپلو پوځي اډو د انتقال پلان نه‎لري.

د پنټاګون یوه ویاند تورن ادریان رانکین ګلوی وویل، موږ اراده نه‎لرو چې د ایران د دې بیانونو له امله خپل موقعیت تنظیم کړو.

امریکا د ایران له‎خوا په تېرې فبرورۍ میاشت کې د منځني واټن ویشتونکي توغندي تر ازمایلو وروسته د تهران دا ګام بې‌ثبات کوونکی وباله او دې هېواد ته‌يې خبرداری ورکړ.

یوه امریکايي مقام وویل، د ایران دا توغندی د یو ۱۲۰۰ کېلو متره واټن وهلو وروسته وچاودېد.

ایران په جون میاشت کې په سوریه کې د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش پر سنګرونو د توغندیو برید وکړ.

داعش په تهران کې د وروستیو بریدونو چې ۱۸ کسان په‎کې ووژل شول مسؤلیت‌یې پر غاړه اخیستی دی.

د ایران ولسمشر د امریکا له‎خوا نوي بندیزونه د تهران او نړیوالو قوتونو ترمنځ د شوې موافقې خلاف عمل وباله او ټینګار يې کړی چې هېواد به‌يې د دې بندیزونو پر وړاندې ودرېږي.

په همدې حال کې د ایران پارلمان د روانې اوونی په سې شنبه د میزايلو د پروګرام د تمویل د زیاتولو په ګډون د امریکا له‎خوا د نويو بندیزونو پر وړاندې پر یو لړ ځوابي اقداماتو د بحث کولو پرېکړه وکړه.

XS
SM
MD
LG