د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

مشرانو جرګه: پاکستان په پوځي عملیاتو د افغان حکومت او نړیوالو ذهنونه خرابوي


د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي، ډیورند کرښې ته څېرمه د خېبر اېجنسۍ په قبایلي سیمه کې د پاکستاني پوځ عملیات د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې د ذهنونو د خرابولو په هدف ترسره کېږي.

د دغې جرګې مشر فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې د ورځې په عمومي ناسته کې د سناتورانو له څرګندونو وروسته وویل چې پاکستان په خپلو دغو کړنو غواړي چې د افغان حکومت او د نړېوالې ټولنې ذهنونه خراب کړي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"پاکستان تل په داسې کړنو لاس پورې کړی چې د افغانستان حکومت، خلکو او نړیوالې ټولنې ذهنونه ورخراب کړي، د هغوی هر عمل په حقیقت کې د افغانستان په خیر نه‌دی او له مسلحو قواوو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې له خپلو سرحدونو دفاع وکړي."

د پاکستان پوځ وړمه ورځ ډیورند کرښې ته څېرمه د خېبر اېجنسۍ په قبایلي سیمه کې د داعش ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د "خېبر څلور" په نوم د پراخو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړ.

د خېبر اېجنسۍ راجګل سیمه چې د پاکستان پوځ په‌کې عملیات پیل کړي، د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته څېرمه پرته ده.

پاکستاني پوځیان
پاکستاني پوځیان

پاکستاني چارواکو ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده او د دې هېواد پوځ ځکه په خېبر اېجنسۍ کې دا عملیات چې په ترڅ کې به‌یې هوايي حملې هم وشي پلان کړي.

دفاع وزارت: پاکستان د ګډو عملیاتو له موافقې په شا شوی

اصلاح: د "خېبر ۴" عملیات به هېڅکله ترهګر کمزورې نه کړي

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو شمېر نورو غړو وویل، هغه توافق چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د ګډو پوځي عملیاتو د پیل په اړه شوی وو پاکستان له دې موافقې په شا شوی دی.

سناتور جمع‌الدین ګیانوال په دې اړه وویل:

"هغه هوکړه چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ په ګډو عملیاتو شوې پاکستان له دې موافقې په شا شوی دی، په خپل سر يې عملیات پیل کړي دي دا په دې معنی چې له افغانستان سره سوله نه‌غواړي. افغان حکومت نه مې هېله دا ده چې دا موضوع نوره پټه نه‌کړي او ملګرو ملتونو ته‌يې روښانه کړي."

دا عملیات په داسې حال کې پیل شوي چې افغانستان او پاکستان نېږدې دوه اوونۍ مخکې د امریکا د سنا له پلاوي سره ومنله چې د ترورېستي ډلو پر ضد به ګډ عملیات کوي.

د افغانستان دفاع وزارت هم مني چې پاکستان له دې موافقې په شا شوی.

دغه وزارت تېره ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ترورېستانو اصلي مرکزونه د پاکستان په لویو ښارونو کې دي او که د پاکستان پوځ په رښتیا د دې ډلو پر ضد عملیات کوي دا مرکزونه دې له‎‌منځه یوسي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG