د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

په تورخم ښارګوټي کې له چاودېدونکو توکو بار لارۍ نيول شوې


د تورخم سرحدي پولیسو په یوه لارۍ موټر کې شااوخوا ۱۰ ټنه چاودېدونکي توکي له یوه پاکستاني کس سره یوځای نیولي دي.

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان سمونوال محمد ایوب حسین‎خېل د یکشنبې په ورځ په خبري ناسته کې وويل چې د دوی ځواکونو په دې لارۍ کې امونیم نایترېټ مواد نيولي چې په چاودېدونکو توکو کې ترې استفاده کېږي.

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان سمونوال محمد ایوب حسین‎ خېل
په ختیځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان سمونوال محمد ایوب حسین‎ خېل

ښاغلي حسین‎خېل وویل:

"د تورخم منسوبین په دې وتوانېدل چې په یوې لارۍ موټر کې په ۲۰۰ بوریو کې امونیم نایټرېټ چې ټول وزن يې ۱۰ ټنه کېږي، ونیول، په دې قضیه کې پاکستانی تبعه د لارۍ چلوونکی هم ورسره نیول شوی."

د دې لارۍچلوونکی ملاجان چې د پاکستان دی او د نیول شویو موادو په تور نیول شوی، ځان ناخبره بولي او وايي، ده ته دغه مواد د کډې په نوم په لارۍ کې اچول شوي دي.

نوموړی وایي:

"ما ورته وويل، څه شی دی؟ ویل يې کډه ده چې ورغلم موټر بار و، راته یې وويل چې مارکو ته يې ورسوه، هلته به کسان درته ولاړ وي."

دا لومړی ځل نه‎دی چې په تورخم ښارګوټي کې چاودېدونکي توکي نیول کېږي، له دې وړاندې هم په وار وار په دې ټرانزیټي لاره وسلې او مهمات نيول شوي وو.

​د سرحدي پوليسو مسؤلین وايي، خپلو ځواکونو ته يې سپارښتنه کړې چې د ډېورنډ پر پوله د تګ راتګ په ټولو لارو خپلې پلټنې زیاتې کړي، تر څو د وسلو او مهماتو د انتقال مخه ونيول شي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG