د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

ایوانکا ټرمپ د روبوټ جوړونکو نجونو افغان ټیم ته سترګې په لاره ده


د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې راتلونکې اوونۍ به په واشنګټن کې د افغانستان د نجونو هغې ډلې ته سترګې په لاره وي چې د روبوټ په نړیواله سیالۍ کې د ګډون لپاره‌یې د امریکا ویزې رد شوې وې.

د هرات ولایت څخه شپږ نجونې ټاکل شوې وې چې په ‎دغو سیالیو کې د ګډون لپاره امریکا ته ولاړې شي، خو د سفر ویزې یې رد شوې وې.

د اسوشيټېډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د نجونو د دغې ډلې د ویزو د رد د دلیل په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

خو راپورونه وایي، اوس چې په‎دې مسئله کې په‎خپله د امریکا ولسمشر ورګډ شو، نو دغو نجونو ته اجازه ورکړل شوه چې امریکا ته سفر وکړي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د امریکا له ولسمشر د دې کړنې د ستاینې تر څنګ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ویاړي چې دغه نجونې د افغانستان استازیتوب کوي.

ښاغلي محب زیاته کړه، په‎دې سیالیو کې د دغو نجونو د لیدو په تمه دی.

فرانسپرس خبري اژانس راپور ورکړی چې د فِرسټ ګلوبل «First Globle» سازمان مشر جو سیستاک د امریکا د حکومت او د بهرنیو چارو وزیر څخه له‎دې کبله ستاینه کړې چې د سږ کال په نړیوالو سیالیو کې یې د افغانستان او ګامبیا د ګډون زمینه برابره کړې ده.

فِرسټ ګلوبل یو غیر انتفاعي خیریه سازمان دی چې هر کال د روبوټونو د سیالیو په ترسره کولو سره هڅه کوي د نړۍ په سطح د ساینس او ټکنالوژۍ برخې ته د ښوونځیو د زده‎کوونکو پام واړوي.

سیستاک چې تر دې وړاندې د امریکا د سمندري ځواکونو امیرالبحر او د دغه هېواد د کانګرس غړی وو، ویلي دي چې له ۱۵۷ هېوادونو څخه ۱۶۳ ټیمونه د ربوټ جوړولو په سیالیو کې د ګډون لپاره امریکا ته ورځي.

XS
SM
MD
LG