د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

په کندهار کې د کوکنارو په کښت کې ولې زیاتوالی راغلی؟


په کندهار ولایت کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو په کښت کې زیاتوالی راغلی دی.

دا تارياک اکثره په هغو ولسواليو کي شوی چي امنیت يې په بشپړه توګه ډاډمن او د وسله والو مخالفینو حضور پکې کم دی.

په کندهار کي د نشه يي توکو سره د مبارزې ریاست وايي، تیر کال په دې ولایت کي پر شااوخوا ۴۰ زره هکتاره ځمکي کوکنار کرل شوی وه چې لویه برخه يې په میوند، ژېړۍ او پنجوايي ولسواليو کي وه دا هغه ولسوالۍ چې امنیت يې په بشپړه توګه ډاډمن او د وسله والو مخالفینو حضور پکې کم دی.

د کندهار د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې رئیس ګل محمد شکران ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال ځکه زیات کوکنار کرل شوی وه چې د نشه یي توکو قاچاقبرانو دده په ټکو د بزګرانو د کمزوري اقتصادي وضعیت څخه په استفادې هغوی کوکنارو کرولو ته وهڅول.

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه چې نړیوالې مافیا خلک هڅولي، زموږ زراعت یې له منځه وړی او زموږ د اوبو لګونې سیسټم یې له منځه وړی دی، دا خلک زیات تاریاک کري، هغه هم د مجبوریت او غربت پر اساس."

شکران: خلکو د غربت له امله تاریاکو کرلو ته مخه کړې.
شکران: خلکو د غربت له امله تاریاکو کرلو ته مخه کړې.

ګل محمد شکران د هغه سیمو په اړه چې د دولت ترکنټرول لاندې او کوکنار پر کرل شوي وه وویل چي حکومت د کښتونو په لومړي فصل کي دوی ته امکانات ور نه کړه تر څو د کوکنارو په ماتولو کې کار ځني واخلي.

د شکران په وینا تېر کال د نشه یي موادو په وړاندې د مبارزې وزارت د شااوخوا یو نیم زره هکتاره ځمکې د اړولو امر ورکړی و خو د امنیت او د کوکنارو د اړولو لپاره يې هیڅ امکانات ور نه کړل چې له دي امله یوازي یوزرو څلور سوه جریبه ځمکه د کوکنارو څخه پاکه شوه او د پاته کوکنارو حاصلات خلکو واخیستل:

"نو پر دې اساس ژړۍ او میوند ولسوالۍ ډېرې پراخې دښتې لري، ډېرې سیمې يې له نېکه مرغه د کندهار د ولایتي ادارې تر واک لاندې دي، نو په ځینو ځایونو کې زموږ بزګران د غریبۍ او مجبوریت له امله تاریاکو ته مخه کړې او نړیوالې مافیا دوی هڅوي، ځکه چې وطني حاصلات او تولیدات دومره بیه نه لري، او د بزګر د ژوند لپاره بسنه نه کوي، دوی ځکه دېته مخه کوي چې دا تیار مارکېټ او ګړندي اخیستونکي لري، ځکه نو د دوی د ورځینو لګښتونو د پوره کولو لپاره د تریاکو کرلو ته مخه کوي."

دولت هغه مهال د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین پیلوي چې کوکنار فصل اخیستلو ته رسېږي.

د کوکنارو اړولو کمپاین.
د کوکنارو اړولو کمپاین.

په داسې مواردو کې بزګر له ستر زیان سره مخ کېږي.

خلک وايي، دا کمپاینونه باید د کوکنارو له کرلو مخکې د عامه پوهاوي او د کښتونو د کرلو سره سم ترسره سي.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ یوه تن اوسېدونکي محمد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"که چیرته دولت غواړي چې د نشه يي توکو مخنیوی وکړي، نو باید په لومړي سر کې د کال په پیل کې د بزګرانو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ او د بدیل کښت لپاره څه ورته برابر کړي، د بزګرانو د حلال کښت لپاره باید بازار موندنه وشي، ترڅو له یوې خوا دولت پر دې بریالی شوی وي چې د نشه يي موادو د کښت مخه ونیسي او له بله پلوه بزګران هم خوښ او حلال کښت وکري."

کروندګر چې د اقتصادي ستونزو او نورو حاصلاتو ته د کمرنګه بازار له امله کوکنار کري وايي چې د کوکنارو د درې ځله پوجي، د تېلو او برمو په وسیله د هغوی په اوبولو سره یی د هر جریب پر سر تر پنځوسو زرو افغانيو لګښتونه راځي چې د کوکنارو د ماتولو سره یې لوی زیان ور اوړي.

دوو تنو کروندګرو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دولت له موږ سره هیڅ مرسته نه ده کړې، دغه برمې یې زموږ لپاره وهلې دي، خو اوبه یې نه دي راپورته کړي، چا چې وهلي هغوی یوازې روپۍ خوړلې او بیا نه دي راغلي او نه یې پوښتنه کړې، نه یې د جومات برمه او نه یې هم د کلي برمه راته فعاله کړې او نه یې هم کېمیاوي سره راکړې ده، موږ یو لېټر ډېزل په پنځوس یا شپېته افغانیو را نیسو او کښت پرې اوبه کوو، موږ پنځلس یا شپاړس لکه واردمخه ورته پور کړي دي."

"موږ څه شی وخورو، ته راته ووایه چې دا وخورئ، په غنمو جوړېږي ایا ماشومان په غنمو له لوږي را ګرځي، کوکنار چې یو غران جوړوي هغه تاسو را مات کړئ، کوکنار خو ځکه خلک کري چې له موږ سره مرستې نه دي شوې او نه مو ځمکې نور حاصلات ورکوي، د دې له حاصلاتو څخه خپلو بچیانو ته روزي برابروو، د همدې لپاره یې کرو، نوره استفاده نه ځینې اخلو."

که څه هم په کندهار کي د کوکنارو د کښتونو د مخنیوي لپاره د بدیل معیشت په نوم میلیونونه ډالره مرستي شوي، خو کروندګر يې بې اغېزې او د فساد ښکار بولي.

په دې برخه کي تر ټولو لویه پروژه د (فوډ زون) په نوم وه چې په ځینو ولسواليو کي يې پروژې عملي کړي، خو کروندګر يې کمي او بې اغېزه بولي.

د کندهار کروندګر وايي چې مرستې باید مستقیمي د دوی پر کښتونو او حاصلاتو اغېز وکړي:

"زما نوم منان دی، خلک مجبور دي، حکومت مرسته ورسره نه کوي، بندونه ورته نه جوړوي، موږ دلې ټوک ټوک پراته یو، شهیدان مو ورکړي، له جنګه راغلي یو، مجبوره یې کوکنار وکرو."

د کندهار له یو شمېر ولسوالیو داسې راپورونه هم خپاره شول چې د محلي او ملي پولیسو یو شمېر قوماندانانو د بزګرانو څخه د هر جریب پر سر شپږ زره پاکستانۍ کالدارې هم اخیستي.

د کندهار د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې رئیس ګل محمد شکران د دې موضوع رد او تایید نه کوي خو وايي چي دولت په نوي کال کې د کوکنارو د لمنځه وړلو په برخه کې جدي دي:

"ښاغلي جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني لارښوونه ده چې له نشه توکو سره مبارزه ملي پاڅون ته اړتیا لري چې ټول هېوادوال باید په دې کې ګډون او ملي مبارزه وکړي او په ټولو برخو کې مبارزه وشي، د قاچاق، کښت، تولید او استعمال بالاخره په ټولو برخو کې جدي مبارزه وشي."

اوس چې په راتلونکي کې د کوکنارو د نوي فصل د کرلو لپاره چمتوالی نیول کېږي دولت ته په کار ده چې د مخنوي لپاره يې حاصل ته د رسېدو مخکي تدابیر ونیسی.

په تېرو کلونو کي تجریبو ښودلې چې د حکومت د قاطع او جدي امر نشتوالی، له کروندګرو سره نه مرستي، د نورو فصلونو لپاره د کافي اوبو نشتوالی او نورو حاصلاتو ته د بازار نشتوالی هغه لاملونه دي چې هر کال يې د دغه ولایت کروندګر د کوکنارو کښتونو ته هڅولي.

راپور: صادق ريښتينی

XS
SM
MD
LG