د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

هېواد:د کاسا زر پروژې د پلې کېدلو وخت رارسېدلی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په تاجکستان کې د کاسا زر پروژې د غړیو هېوادونو د مشرانو د دوهمې غونډې او د افغانستان د اوبو د بندونو په اړه د ایران د ولسمشر د ورستیو څرګندنوپه تړاو یو شمېر مطالب لیکلي دي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې د یادې غونډې او د افغانستان، تاجکستان او پاکستان د مشرانو خبرو ته په پام سره لیکلي، لویې اقتصادي پروژې کولای شي د سیمې د هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې اغیزمن رول ولوبوي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې د کاسا زر په شان لویې پروژې د کار موندنې، پانګونې او د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مهمې دي او د هېوادونو له بنسټیز پرمختګ سره مرسته کوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، د کاسا زر پروژې د پلې کېدلو وخت رارسېدلی او باید پلي شي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، افغانستان کولای شي چې له ۱۵ څخه تر ۱۶ زرو میګاواټو پورې برېښنا له مرکزي اسیا څخه د افغانستان د ترانزیټ له لارې جنوبي اسیا ته انتقال کړي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره دا مسئله ولسمشر غني هم غونډې ته وړاندې کړې او ویلي چې افغانستان خپلې ټولې هڅې کړي چې کاسا زر له مفکورې څخه په عملي پروژې بدله شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغانستان د اوبو د بندونو په اړه د ایران د ولسمشر حسن روحاني د ورستیو څرګندونو په غبرګون لیکلي دي.

په مطلب کې راغلي، لکه څنګه چې ایران خپل نفت خپله وینه ګني موږ افغانان هم خپل اوبه خپل روح او روان ګڼو او دا خپل حق ګڼو چې ورڅخه بې درېغه ګټه پورته کړو.

په مطلب کې د حسن روحاني وروستۍ څرګندونې د تعجب وړ ګڼل شوي او ویل شوي چې افغانان یې غندي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې چې تر یو ځنډ ورسته دوهم ځلي میدان ته رادانګلي بیا د ښاغلي روحاني د غبرګون په تړاو په هلمند کې د مظاهرو په اړه لیکلي او ویلي چې مظاهره کوونکو د افغانستان د اوبو د بندونو په اړه د ایران د ولسمشر وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاس وهنه ګڼلې ده.

XS
SM
MD
LG