د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

د G-20 د غونډې په څنډه کې د امريکا او روسيې ولسمشران مخامخ سره ګوري


د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نن سهار د جرمني هامبورګ ښار ته ورسېد او ټاکل شوې چې د افغانستان پر وخت نن مازيګر د شلو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو يا G-20 د سرمشريزې په څنډه کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون هامبورګ ته رسېدلى او دواړه مشران به ټاکل شوې پر يو لړ مسايلو په خپلو کې خبرې وکړي.

د ولسمشر ټرمپ دغه کتنه په دې خاطر ډېره د پام وړ ګرځېدلې، چې سپينې ماڼۍ د تجارتي موافقو او اقليمي بدلون په تړاو ځينې اشارې ورکړې دي.

په جنورۍ مياشت کې تر لوړې مخکې د کرملين ځينو اقداماتو پر ډونالډ ټرمپ سيورى غوړولى و.

ښاغلي ټرمپ هڅه کړې چې له پوتين سره د ځينو مسايلو په برخه کې ګډ توافق ته ورسېږي، لکه د سوريې جګړه، د اوکراين ناحل شوې شخړه، انټرنټي حملې، د شمالي کوريا د باليستيک توغنديو ازموينې او د ټروريزم په وړاندې مبارزه.

د کرملين د بهرنيو چارو لوى سلاکار يوري اوشاکوف څو ورځې مخکې په مسکو کې خبريالانو ته وويل: روسيه او امريکا د نړيوال ټروريزم، د مخدره موادو د قاچاق په وړاندې په مبارزه، تنظيم شويو جرايمو او د ويجاړوونکو وسلو د مخنيوي په برخه کې پر همږغو هڅو د پام وړ مشترکات لري.

په ٢٠١٤میلادي کال کې وروسته له هغې چې روسيې د اوکراين کريميا ټاپووزمه په خپلې خاورې پورې الحاق کړه، پر مسکو لګول شوي بنديزونه پرځاى پاتې شول، وروسته له هغې چې د امريکا استخباراتو تاييد کړه چې روسيې د امريکا د جمهوري رياست د تېرو انتخاباتو په کمپاين کې لاسوهنه کړې، په ډسمبر مياشت کې دغه بنديزونه نافذ کړاى شول.

د روسيې او امريکا ولسمشران په داسې حال کې سره ګوري، چې د سوريې په مسئله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زيات شوى دى. دواړه هېوادونه د داعش جنګياليو په ماتولو کې ځينې ګډ اهداف لري.

د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل
د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل

د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل چې د دې سرمشريزې مشري کوي، پرون يوه کنفرانس ته وويل:

"سږکال جرمني د G-20 سرمشريزې مشري کوي، موږ خوشحاله يو چې دلته په هامبورګ کې د G-20 د غړو هېوادونو، د سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو د مشرانو هرکلى کوو. زما لپاره د دې غونډې مشري کول د جرمني او اروپا د ګټو استازيتوب کول دي."

د جرمني په هامبورګ ښار کې د پنجشنبې په ورځ د نړۍ د شلو صنعتي هیوادونو د مشرانو د غونډې په درشل کې لسګونه مظاهره چیان او پولیس هغه مهال ټپیان شول چې دغلته د زرګونو کسانو یو لاریون پر تاوتریخوالي واوښت.

پولیسو د "کاپیټالیزم ضد" مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوبو شیندونکو او اوښکې بهونګي ګاز څخه کار واخیست.

ویل کیږي چې تیر ماښام د ۷۵ په شا او خوا کې پولیس ټپیان او روغتون ته انتقال شوي.دغه مظاهرې نن جمعه سهار هم پيل شوې.

د امريکا ولسمشر د مسکو په وړاندې د نوي چلند د خپلولو غوښتنه کړې ده او ويلي يې دي، زيات مسايل شته چې ورباندې ګډ توافق ته رسېدلاى شو.

خو د ټرمپ هڅې د کانګرس د څو تحقيقاتو او د تحقيقاتو د فډرال ادارې يا FBI د جنايي څېړنې سبب شوې، هغه هم د امريکا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې د اعاوو په تړاو.

XS
SM
MD
LG