د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

ارګ د حقاني شبکې او نورو تروریستانو په اړه د پاکستان ادعا رد کړه


وروسته له دې چې د پاکستان او تاجکستان مشرانو پرون په افغانستان کې د امنیت له ټینګښت سره د مرستې ژمنه وکړه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د حقاني شبکې په ګډون ټولې تروریستي ډلې له پاکستانه وتلي او اوس په افغانستان کې فعالیت کوي.

نفیس ذکریا په اسلام‎اباد کې په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وویل، حقاني شبکه او د طالبانو نورې ډلې، د پاکستاني طالبانو تحریک، اسلامي دولت ډله داعش او القاعده اوس له پاکستانه تښتیدلي دي او د افغانستان په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې د حکومت تر کنټرول لاندې نه‎دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند دا څرګندونې ښيي چې د اسلام‎اباد د بېلابېلو بنسټونو ترمنځ همغږي نشته.

ښاغلي ازاد زیاته کړه چې متحدو ایالاتو او چین د تروریستي ډلو پر ضد د کابل او اسلام‎اباد پر اقداماتو د څارنې ژمنه کړې او که پاکستان بیا هم ناغیړي وکړي نو افغان حکومت به له دې دوو هېوادونو څخه پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه وکړي.

ښاغلي آزاد زیاته کړه:

"د پاکستان په حکومت کې همغږي نشته خو هره شېبه چې دوی له خپلو ژمنو او تعهداتو څخه واوړي، زموږ ادرس معلوم دی او موږ له خپلو ستراتیژیکو ملګرو، متحدایالاتو او چین سره د ژمنو او تفاهم لیکونو له مخې هغو ته شکایت کولای شو.دوی له موږ سره ژمنه کړې چې پر پاکستان به فشار راوړي او په وړاندې به یې سخت غبرګون ښيي. "

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد

د امریکا د سنا یو جګپوړي پلاوي په روانه اوونۍ کې لومړی اسلام آباد او وروسته کابل ته سفرونه وکړل او په دواړو هېوادونو کې یې د ترورېزم پرضد د جګړې پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.

د مخکښ سناتور جان مک‎کېن په مشرۍ دې پلاوي د پاکستان او افغانستان له خوا د هغو تروریستي ډلو پرضد چې پر افغان او امریکايي ځواکونو حملې کوي د داسې ګډو او همغږو عملیاتو سپارښتنه وکړه چې امریکا به څارنه پرې کوي.

له دې موافقې سمدستي وروسته په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د پاکستان پر نیت شک څرګند کړ او پر خپله ټویټرپاڼه یې ولیکل، ډېر ژر به معلومه شي چې پاکستان به د حقاني شبکې پرضد هم اقدام وکړي کنه. خلیلزاد همدا راز پوښتنه کوي چې آیا پاکستان په دې برخه کې جدي دی او که دا خبر د دې لپاره کوي چې پرځان د امریکا فشار کم کړي.

XS
SM
MD
LG