د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

د "روند مدني جوانان افغان" بنسټ وايي روحاني دې له افغانانو بخښنه وغواړي


د افغانستان پر سیندونو د اوبو د بندونو د جوړولو په اړه د ایران د ولسمشر حسن روحاني وروستۍ څرګندونې، نن سبا د رسنیو د خبرونو، راپورونو او بحثونو توده موضوع ده.

د ایران د ولسمشر څرګندونې، د افغانستان د خلکو، مدني فعالانو او د دې هېواد د ملي شورا له تُند غبرګون سره مخ شوې دي.

د "روند مدني جوانان" په نامه د افغان ځوانانو یو بنسټ، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل، د حسن روحاني وروستۍ څرګندونې، د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

د دغه بنسټ یوه مسؤل غورځنګ سیال وویل:

"موږ د ښاغلي روحاني څرګندونې غندو، له بهرنیو چارو وزارت څخه غواړو چې له ډیپلوماتیکو لارو له ایرانه وغواړي چې حسن روحاني له افغانانو څخه بخښنه وغواړي او په راتلونکي کې دې له ورته څرګندونو ډډه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ایران ولسمشر څو ورځې مخکې د چاپېریال ساتنې په نړیوال کنفرانس کې ویلي چې د افغانستان د اوبو بندونه، د ایران پر چاپېریال ناوړه اثر پرې باسي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت ویلي چې د افغانستان اوبه، د ملي ګټو په پام کې نیولو سره، د اوبو د نړیوالو کنوانسینونو له مخې کنټرولېږي او ایران ته کوم ګواښ نه‌پېښوي.

افغانستان له ایران سره په ۱۳۵۱ لمریز کال کې چې موسی شفیق د افغانستان صدراعظم و، د هلمند د سیند د اوبو معاهده لاسلیک کړې ده.

د راپورونو له مخې په دې اوبو کې د ایران حق، د معاهدې له مخې په یوه ثانیه کې ۲۶ متره مکعبه ښودل شوی دی.

افغان حکومت وايي، د دغې معاهدې په پنځمه ماده کې راغلي چې ایران د هلمند پر اوبو له ټاکلې اندازې پرته، د هېڅ ډول دعوې حق نه‎لري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د موسی شفیق د کارونو د ارزونې په نړیواله ناسته کې ویلي چې دغه معاهده د افغانستان په ګټه ده او اجرأت‌یې د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

په ورته وخت کې د لویې پکتیا د ځوانانو د ټولنو ګډې جرګې د اوبو د بندونو د جوړولو په اړه د حکومت د هوډ ملاتړ وکړ.

د دغې جرګې غړي ضیاءالحق فضلي وویل:

"د بندونو د جوړولو په هکله د حکومت د پلانونو ملاتړ کوو او د ایران د ناوړه هدفونو پر وړاندې له خپل حکومت سره ولاړ یو."

بل‎خوا د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب‎الله ازاد وايي، د اوبو مدیریت یوه قانوني موضوع ده او په اړه‌یې د ګاونډیانو اندېښنې بې‎ځایه دي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب‎الله ازاد
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب‎الله ازاد

ځینې نړیوال کارپوهان د افغانستان له اوبو څخه ګټه اخیستنه د دغه هېواد حق ګڼي.

له دې ډلې قدرت ځواک وايي، له اوبو څخه ګټه اخیستنه د افغانستان حق دی، خو د ګاوڼدیانو اندېښنې هم باید په پام کې ونیول شي.

دی وايي، دغه ستونزه باید د خبرو اترو او په دې اړه د اوبو د نړیوالو نورمونو له لارې هواره شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG