د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

د کابل، اسلام‌اباد او دوشنبې د مشرانو غونډه


تمه ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان د دوشنبې په ښار کې د چهارشنبې په ورځ غونډه وکړي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا د دغه هېواد ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم ته بلنه ورکړې ده چې په دوشنبې ښار کې سره جرګه شي.

په دې درې اړخیزه سرمشریزه کې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو خبرې وشي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندوي چې په اقتصادي برخه کې به د انرژۍ، ترانسپورټ او د درېیو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر اړیکو خبرې وشي.

د دوشنبې په ښار کې د سیاسي چارو کتونکي سعدي یوسفي د ازادي راډیو تاجکي څانګې ته وویل چې د مشرانو په دې غونډه کې به تر ډېره د کاسا زر پروژې د پلي کېدو پر لارو چارو خبرې وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کاسا زر پروژې د پلي کېدو د هڅو پر زیاتېدو به خبرې وشي، دا یوه ډېره مهمه مسئله ده چې د دې له عملي کېدو سره به یوازې د انرژۍ په برخه کې پرمختګ رامنځته نه‌شي، بلکې د سیمې همغږي به هم ورسره پیاوړې شي."

یوسفي: کېدای شي د کاسا زر پروژې په اړه خبرې وشي.
یوسفي: کېدای شي د کاسا زر پروژې په اړه خبرې وشي.

ټاکل شوې ده چې د کاسا زر پروژې له لارې له تاجکستان او قرغزستانه افغانستان او پاکستان ته یو ۱۳۰۰ مېګاواټه ابي برېښنا انتقال شي.

له شوې موافقې سره سم به درې سوه مېګاواټه برق په افغانستان کې استعمال شي او زر مېګاواټه به پاکستان ته صادر شي چې د دې برېښنا له درکه به افغانستان د ترانزیټ پیسې ترلاسه کوي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي دي چې په دوشنبې ښار کې به په درې اړخیزه ناسته کې د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت د هڅو ملاتړ وشي او دا مسئله به وڅېړل شي چې څرنګه کېدای شي په سیمه کې د ترهګرو د هڅو پر ضد مبارزه پیاوړې شي.

د پاکستان د صدراعظم د جګپوړي سلاکار سرتاج عزیز په وینا تاجکي رسنیو خبر ورکړی دی چې اسلام‌اباد هڅه کوي چې د تاجکستان په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان اړیکې ښه شي.

نېږدې درې اوونۍ مخکې په قزاقستان کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان صدراعظم نواز شریف د شانګهای سازمان د غونډې تر څنګ کتلي وو.

د شانګهای سازمان په غونډه کې چین ژمنه وکړه چې د کابل، اسلام‌اباد او پیکېنګ درې اړخیزه غونډه به جوړه کړي.

تر دې غونډې نېږدې دوه اوونۍ وروسته د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي کابل ته راغی او د کابل او د اسلام‌اباد د اړیکو د ښه کېدو هڅې یې وکړې.

تمه ده چې د دوشنبې په ښار کې د چهارشنبې د ورځې د غونډې په پای کې د افغانستان، تاجکستان او پاکستان مشران یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.

XS
SM
MD
LG