د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

کابل کې به امریکايي سناتوران د خپل سفر او کتنو په باب څرګندونې وکړي


د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې د مشر جان مک‌کېن په مشرۍ د کانګرس پلاوی پرون دوشنبه کابل ته لاړ چې له افغان چارواکو سره د افغانستان د وروستي وضعیت، د سولې د بهیر او د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه خبرې وکړي.

په دغه سفر کې د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې له مشر جان مک‎کېن سره د سنا نور غړي لېنډسي ګراهام «Lindsey Graham»، الیزابت وارن «Elizabeth Warren»، شلدون وایټ‌هاوس«Sheldon Whitehouse» او ډېوېډ پردو «David Perdue» هم یوځای دي.

په افغانستان کې د قاطع مأموریت مطبوعاتي مسؤل ډامېن هاروارټ ازادي راډیو ته وویل چې امریکايي سناتوران به نن سې شنبه په یوه خبري غونډه کې د خپل سفر او کتنو په باب څرګندونې وکړي.

ده همدا راز وویل:

"پنځه سناتوران دلته کابل کې دي. دوی به له ناټو پوځيانو سره وګوري، بیا به له پوځیانو سره ګډه غونډه ولري، خو زه اوس څه نه‌شم ویلی چې دوی به په کومو موضوعاتو خبرې وکړي."

جان مک‌کېن او ورسره ملګري پلاوي د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د پاکستان د صدراعظم نواز شریف او لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په شمول د دغه هېواد له پوځي او ملکي چارواکو سره د افغانستان په اړه مفصلې خبرې وکړې.

افغانستان او پاکستان ته مک‌کېن او نورو امریکايي سناتورانو په داسې وخت کې سفر کړی چې د ولسمشر ټرمپ اداره د افغانستان لپاره د نوې ستراتېژۍ په جوړولو کار کوي.

د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې سناتور جان مک‌کېن له پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته وویل چې د امریکا او پاکستان تر منځ د نېږدې همکاریو دوام د افغانستان په‌شمول د سیمې د سولې او ثبات لپاره ضروري دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سناتور جان مک‌کېن وویل چې په افغانستان کې د پاکستان له مرستې پرته سوله نه‌شي راتلی.

افغانستان او امریکا پاکستان د افغان طالبانو په ملاتړ تورنوي او وايي، تر څو چې طالبان او نورې سخت دریځې ډلې په پاکستان کې پناهځایونه ولري، په افغانستان کې سوله نه‌شي راتلی.

خو پاکستان وايي چې سخت دریځي یې ځپلي او پناهځایونه‌یې اوس افغانستان ته لېږدولي دي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز
د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز امریکايي پلاوي ته د ترورېزم پر ضد د پاکستاني ځواکونو د بریو په باب معلومات ورکړل او ورته‌ ویې‌ویل:

"د پاکستان په خاوره کې د ترورېستانو شبکې او د هغوی پناهځایونه له‌منځه وړل شوي دي."

د پاکستان لوی درستیز امریکايي پلاوی د جنوبي وزیرستان قبایلي سیمې ته وېوړ او د سخت دریځو پر ضد یې د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد صدراعظم نواز شریف امریکايي سناتورانو ته وویل چې په افغانستان کې د سولې لپاره به هېڅ‌راز هڅه ونه‌سپموي.

XS
SM
MD
LG