د افغانستان ولسي جرګه د حکومت لهخوا د پراختیايي بودجې په کم مصرف انتقاد کوي او ګواښ کوي چې کومو وزیرانو چې له پلان سره سمه بودجه نهوي مصرف کړې د بېواکه کېدو له برخلیک سره به مخ شي.
د دغې جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې د دوشنبې په ورځیې د جرګې مشري کوله له مالیې وزارت نه وغوښتل چې د اوړي له رخصتیو وړاندې په دې اړه دوی ته بشپړ راپور وړاندې کړي.
نوموړی وايي:
"زه د مالیې له وزیر نه هیله کوم، څومره چې ژر کولای شي، د شپږو میاشتو د بودجې د لګښت راپور دې ملي شورا ته وړاندې کړي، څو له رخصتیو وړاندې یې په اړه تصمیم ونیول شي، له وزارتخانو نه هم زما جدي غوښتنه ده، په هغه صورت کې چې بودجه مصرف نهشي، یو ځل بیا به وزیران لکه پخواني هغه د بېصلاحیته کېدو له برخلیک سره مخ شي."
ښاغلي همایون زیاته کړه، هغه وزیران چې د ولسي جرګې اړوند کمېسیون ته رابلل شوي، وکیلانو تهیې ویلي چې د ملي تدارکاتو په کمېسیون کې ستونزې د انکشافي بودجې د کم مصرف لامل شوي دي.
د یادونې ده چې تېر لمریز کال هم د افغانستان ولسي جرګې د کابینې اووه وزیران له دې امله چې د کال تر پایه پورې یې ۷۰ سلنه پراختیايي بودجه نهوه مصرف کړې سلب صلاحیت کړل.
خو حکومت ته د ولسي جرګې دا پرېکړه د منلو نهوه او مسئلهیې سترې محکمې ته راجع کړه چې تر اوسهیې برخلیک نهدی معلوم او اکثره یاد وزیران لا هم خپلې دندې ترسره کوي.
د افغانستان مالیې وزارت وايي چې په ټولهییز ډول حکومت ۱۹ فیصده انکشافي بودجه مصرف کړې او په نېږدې ورځو کې به دغه راپور ولسي جرګه ته وسپاري.
د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي ازادي راډيو ته وویل، دوی هره اوونۍ په دې اړه کابینې او ملي شورا ته راپورونه لېږي.
ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه:
"موږ د بودجې د مصرف مسئله په هفتهوار ډول په خپل وېبسایټ کې خپروو چې کومې ادارې څومره مصروف کړې، کابینې او ملي شورا ته راپور ورکوو، دا کومه پټه مسئله نهده، په میاشتني ډول د ملي شورا اړوند کمېسیون ته د بودجې د مصرف راپور ورکوو او هم به د دوی له غوښتنې سره سم دغه راپور ولسي جرګې ته وسپارو."
ښاغلی عبدالرحیمزی زیاتوي مالیې وزارت له وزارتونو او اړوندو ادارو سره یوه مشترکه کمېټه رامنځته کړې، څو د پراختیايي بودجې د مصرف په برخه کې په شته ستونزو بحث وکړي.
د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، د پراختیايي بودجې د کم مصرف له امله حکومت نهدی توانېدلی چې خلکو ته په خپل وخت خدمتونه وړاندې کړي.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې حکومت دغه موضوع جدي نیولې او په پاتې دوو ربع کې به وتوانېږي چې له پلان سره سم پراختیايي بودجه مصرف کړي.
راپور: رحمتالله افغان