د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

غني: له پاکستانه سوله نه، بلکې ورسره سوله غواړو


د کابل او اسلام‎اباد له خړو پړو اړیکو وروسته افغانستان اوس پاکستان د سولې د پروسې همکار نه بلکې د سولې د خبرو یو لوری ګڼي.

ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د سولې د عالي شورا مشر د معرفي کېدو په غونډه کې وویل چې له پاکستان سره سوله په دې معنی ده چې په افغانستان کې قوي او عزتمند دولت ومنل شي او بهرني هېوادونه باید پوه شي چې په دې هېواد کې حکومتوالي معامله نه‎ده.

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

نوموړی وايي:

"ما بیا- بیا ویلي او اوس هم وایم چې موږ له پاکستان څخه سوله نه غواړو بلکې له پاکستان سره سوله غواړو او له پاکستان سره سوله په دې معنی ده چې په افغانستان کې قوي او عزتمند دولت ومنل شي او زموږ حکومتوالي د معاملې خبره نه‎ده دا زموږ حق ده چې ټول باید پوه شي چې افغانستان د چا له‎خوا تحفه نه‎ده. "

له دې وړاندې افغانستان د سولې په برخه کې تل د پاکستان مرسته مهمه ګنلې او په دې برخه کې یې د هغه هېواد مرستې ته انتظار کړی دی.

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو وروسته ولسمشر غني هم له بل هر وخته ډېر پاکستان ته د مرستو لاس اوږد کړ خو له هغې وروسته چې اسلام‎اباد یو ځل د دوه اړخېزو، درې اړخېزو او څلور اړخېزو غونډو ژمنې ماتې کړې دا باور کمزوری شو.

د ځینو کارپوهانو په خبره د اسلام‎اباد افغانستان ته د دغو هیلو ځواب د تروریستانو په را لېږلو او د افغانستان په خاوره د توغندیو په توغولو ورکړی دی.

په دې وروستیو کې کابل له اسلام‎اباده په رسمي توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی او همدارنګه د امریکا کانګرس او دفاع وزارت په وار- وار ویلي چې په پاکستان کې د تروریستانو مرکزونو د افغانستان امنیت ته ګواښ پيښ کړی دی.

له دې ټولو سره افغان ولسمشر له نړیوالې ټولنې غواړي د افغانستان په سوله کې له افغانانو سره مرسته او همکاري وکړي.

دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې امریکايي چارواکي د افغانستان او پاکستان لپاره د نوې سټراټیژۍ په جوړولو مصروف دي، ویل کېږي چې د افغانستان د برخلیک لپاره په دغه سټراټیژۍ کې په پاکستان فشار راوړل هم شامل دي.

له دې سره په خوا کې تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې په پاکستان باندې د تروریستانو د پټن ځایونو د له‎منځه وړلو په برخه کې د فشار راوړلو د افغانانو هیلې زیاتې کړې دي.

پوښتنه دا ده چې له شته هیلو سره به د سولې عالي شوار وتوانیږي چې وسله‎وال طالبان د سولې د خبرو میز ته کینوي؟

افغان ولسمشر محمد اشرف غنيٍ ټینګار کوي چې د سولې عالي شورا دې په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

ښاغلی غني له دغې شورا غواړي چې په افغانستان کې د بریالۍ سولې لپاره درې اړخېزه یعنې سیاسي، امنیتي او ټولنیزه اجماع رامنځ ته کړي.

کریم خلیلي چې په دغې ورځ په رسمي توګه د افغان ولسمشر د فرمان له مخې د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه معرفي شو په دې اړه جوړې شوي غونډې ته وویل:

کریم خلیلي
کریم خلیلي

"له سیمې او د نړۍ له هېوادونو څخه زموږ انتظار دا دی چې د یوې نړیوالې اجماع له مخې سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغان ملت ملاتړ وکړي او له دې ځایه په ټولو وسله‎والو او د طالبانو په تحریک دا غږ دی چې راشئ له جګړې لاس واخلئ."

د سیاسي چارو کارپوه قدرت الله ځواک وايي چې د پاکستان په اړه د ولسمشر دا دریځ ښيي چې پاکستان څنډې ته کړي او نړۍ ته وښيي چې هغه هېواد د ترورېزم څخه د وسیلې په توګه استفاده کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG