د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

وزیري: د ترهګرو پر تمویلونکو فشار د افغانستان له ثبات سره مرسته کوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، نړیواله ټولنه به له دې وروسته پر هغو ډلو فشار راوړي چې په افغانستان کې له ترهګرو ملاتړ کوي.

دفاع وزارت وايي، د بروکسل په ناسته کې دا موضوع چې پر هغو کړیو به فشار راوړل شي چې له ترهګرو ملاتړ کوي، د ثبات په ټینکښت کې مرسته کولای شي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل، د بروکسل په ناسته کې د افغان ځواکونو د سمبالنې ترڅنګ د ناټو غړو هېوادونو وویل، پر هغو کړیو به فشار راوړي چې په افغانستان کې یې د جګړې دوام ته زمینه برابره کړې ده.

دولت وزیري.
دولت وزیري.

نوموړي زیاته کړه:

"د ناټو غړیو هېوادونو پریکړه وکړه چې پر هغه کړیو به فشار راوړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي او یا هم د جنګ د دوام عاملین دي، په ورته وخت دا پریکړه هم وشوه چې پر طالبانو یا هغه ډلو چې سوله نه کوي سیاسي او نظامي فشار راوړل کېږي چې دې مسئلې موږ د سولې ټېنګښت ته هیله من کړي یو."

که څه هم ښاغلي وزیري د کوم چا یا هېواد نوم وانخېست خو تر ډېره په افغانستان کې له ترهګرۍ څخه د ملاتړ تورونه پر ګاوندي هېواد پاکستان پورې کېږي، خو پاکستان بیا تل دا تورونه رد کړي دي.

د بلجیم په مرکز بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو غونډه د پنجشنبې په ورځ وشوه چې د یادې موضوع تر څنګ د افغان ځواکونو پر سمبالنه هم په کې پراخې خبرې وشوې.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د امریکا په نوي استرایژۍ کې هم چې ښايي د روانې میلادي میاشتي په نیمايي کې اعلان شي پر پاکستان فشار راوړل شي چې په خپله خاوره کې ترهګر وځپي.

له دې ټولو سره – سره د افغانستان دفاع وزارت پر هغو کړیو چې له ترهګرو ملاتړ کوي د فشار ترڅنګ د افغان ځواکونو سمبالنه هم مهمه بولي.

ښاغلی وزیري وايي، د بروکسل په ناسته کې د افغان حکومت او په ځانګړي ډول د دفاع وزارت هغه څلور کلن پلان هم تائید شو چې پر پلي کولو به یې د ده په خبره افغان ځواکونه له هر اړخه په پښو ودرېږي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی وايي، نړیواله ټولنه باید د افغان ځواکونو د سمبالنې ترڅنګ پر پاکستان هم دا فشار راوړلي چې د ترهګرو د ځپلو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي:

"نړۍ سیمه او افغانستان په اور کې سوځوي او یوه لوی ناورین راتلونکی دی او که چېرته امریکا او نور هېوادونه خپلې ژمنې عملي نه کړي نو دوی به ددغه ناورین د رامنځته کېدو مسؤل وي."

د ښاغلي ځاځي په خبره که نړیواله ټولنه بیا هم د تېر په څیر پر پاکستان د فشار راوړلو او د افغان ځواکونو د پوره سمبالنې ژمني عملي نه کړي نو بیا یې په افغانستان موجودیت نه یوازې دا چې له ثبات سره مرسته نشي کولای بلکې د سیمې د هېوادونو حساسیتونه به هم زیات کړي.

راپور:محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG