د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

دفاع وزارت وايي افغان ځواکونه د نړیوالو ځواکونو ملاتړ او مرستې ته اړتیا لري


د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونه له خپلې خاورې د دفاع توان لري، خو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د نړیوالو ځواکونو مرستې حتمي دي.

دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه له خپلې خاورې د دفاع توان لري خو لا هم د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په تېرو دوه نیم کالو کې موږ وکړای شول چې په خپلواک ډول له خپلې خاورې دفاع وکړو، خو تاسو پوهېږئ چې افغانستان کې جګړه کورنۍ نه‌ده، دلته جګړه له نړیوال ترورېزم سره ده تاسو وګورۍ دلته د طالبانو سربېره شااوخوا شل وسله‌والې ډلې جګړه کوي نو ځکه امریکا او نړیوال مسؤلیت لري چې په دې برخه کې له موږ سره مرستې وکړي."

وزیري:په تېرو دوه نیم کالو کې موږ وکړای شول چې په مستقلانه ډول له خپلې خاورې دفاع وکړو.
وزیري:په تېرو دوه نیم کالو کې موږ وکړای شول چې په مستقلانه ډول له خپلې خاورې دفاع وکړو.

د ښاغلي وزیري په خبره د امریکا متحده ایالات، د ناټو غړي هېوادونه او په ټوله کې نړیواله ټولنه باید له افغان ځواکونو سره د تجهیز، سمبالنې او سلا مشورو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي څو په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ایران د پارلمان رئیس علي لاریجاني په جنوبي کوریا کې د افغانستان د ولسي جرګې له رئیس عبدالرؤف ابراهیمي سره په کتنه کې ویلي چې افغان حکومت او د افغانستان خلک کولای شي د بهرنیو هېوادونو له مرستې پرته، ترهګرې ډلې له ماتې سره مخ کړي.

نوموړي دغه‌شان ویلي چې افغانان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پوره توان لري او په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو مېشت کېدو ته اړتیا نه‌شته.

اوس‌مهال په افغانستان کې د ۸۴۰۰ امریکايي ځواکونو په ګډون شااوخوا ۱۳ زره بهرني ځواکونه مېشت دي چې د افغان ځواکونو د روزلو، مشوره ورکونې او د دوی د ملاتړ مأموریت ورتر غاړه دی.

په ورته وخت کې یو شمېر امنیتي او پوځي کارپوهان د ایران د پارلمان د رئیس وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ګڼي.

باري عارض.
باري عارض.

د چارو کارپوه باري عارض وايي:

"لومړی خو ایران باید په دومره صراحت سره د افغانستان په اړه نظر ورنه‌کړي، دا د افغانستان کورنۍ موضوع ده او دغه‌شان د نړیوالې ټولنې کار او دوهم دا چې یقیناً ښه ده چې افغان ځواکونه ښه تجهیز او تمویل شي، څومره چې دغه ځواکونه تجهیز شي زما په نظر د دې په پرتله چې بهرني ځواکونه زیات شي ښه به وي."

ښاغلی عارض سپارښتنه کوي چې افغان حکومت باید د افغان ځواکونو د ښوونې، روزنې او تجهیز په برخه کې له شته فرصتونو ښه استفاده وکړي او په دې ترتیب په افغانستان کې د امنیت او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت ګټور وګرځوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG