د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

هند کې د مسلمانانو پر ضد د بریدونو په تړاو ټول هېواد کې مظاهرې شوي


د هند په بېلابېلو ښارونو کې پرون زرګونه کسان واټونو ته راووتل چې په دې هېواد کې په وروستیو کې د مسلمانانو پر ضد د حملو په وړاندې خپل اعتراض څرګند کړي.

دغه مظاهرې وروسته تر هغې پیل شوې چې یو تنکی مسلمان ځوان د جون په ۲۲مه په یوه اورګاډي کې د چړې په ګوزارونو ووژل شو.

پر هغه تور و چې د غوایي غوښه‌یې خوړله.

په نوې ډېلي کې له دوو زرو زیات کسان راټول شوي وو او په کلکته، بنګلور، ممبی او یو شمېر نورو ښارونو کې هم ورته مظاهرې وشوې.

د هند په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه کسان واټونو ته راووتل

منتقدین پر ښي اړخو هندو ډلو چې ځینې یې د صدراعظم نرېندرا مودي له ګوند سره تړلي دي، تور لګوي چې د مسلمانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو او هغو ټیټې سطحې هندوانو لپاره چې د غوایي غوښې خوري او یا د غوښو او څرمنې په کارخانو کې کار کوي، کافي کار نه‎دی کړی.

د بشري حقونو د څار ټولنه وایي، له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې لږ تر لږه ۱۰ مسلمانان د تشدد په هغو پېښو کې وژل شوي چې د افراطي هندوانو د ډلو له غچ اخیستو سره تړاو لري.

ډېری هندوان غوایي ته د تقدس په توګه عبادت کوي او پر مسلمانانو ځکه بریدونه کوي چې هغوی غوایي حلالوي او غوښه‌یې خوري.

له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې تقریباً ټولې ۶۳ حملې د همدې موضوع په تړاو د تاوتریخوالي له کبله راپورته شوې دي.

په همدې موده کې ۲۸ تنه چې ۲۴یې د هند مسلمانان وو، د غوایي د غوښو په تړاو راپورته شویو شخړو کې وژل شوي دي.

صدراعظم نرېندرا مودي دا تورونه ردوي چې ګواکې په هغه هېواد کې د همدې مذهبي مسئلې په تړاو د شخړو په وړاندې یې کار نه‎دی کړی.

بل‎خوا د ښاغلي مودي د کابینې د اطلاعاتو وزیر تېره اوونۍ د مسلمان ځوان وژنه یو بې‌رحمانه اقدام بللی او ویلي یې دي چې سیمه‌ییز چارواکي باید په ‎دې اړه اقدام وکړي.

د هند په ټولنه کې چې هندوان او مسلمانان یوځای ژوند کوي سره له‎دې چې دوی تر ډېره یو بل زغمي او په سوله کې ژوند کوي، خو کله نا کله دا ډول مذهبي شخړې هم د دوی تر منځ راپورته کېږي.

د وروستیو مظاهرو په تړاو د مسلمانو ټولنو مشرانو پر صدراعظم غږ کړی چې په هغه هېواد کې د مسلمانانو د خوندیتوب لپاره لا ډېر کار وکړي.

د هند د یو اعشاریه درې میلیارده وګړو ۱۴ فیصده‌یې مسلمانان دي.

XS
SM
MD
LG