د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

عراقي ځواکونه د موصل ښار بشپړ نیولو ته نېږدې شوي


د امریکا په ملاتړ عراقي ځواکونه د موصل ښار نیولو ته نېږدې شوي دي او داسې ښکاري چې په دې زاړه ښار کې اته مياشتنۍ جګړه مخ پر ختمېدو ده.

د عراقي پوځ يوه ډګرمن سلام العبېدي د يکشنبې په ورځ فرانسې خبري اژانس ته وويل چې د زاړه ښار له ۶۵څخه تر ۷۰فيصده ځمکه یې بېرته له داعش ډلې څخه نيولې ده او لږ نوره ځمکه پاتې ده چې ونيول شي.

ده د موصل له جګړه ځپلي زاړه ښاره خبرې کولې چې له النور جوماته لږ څه لیري دی او دا هغه جومات دی چې سخت دريځو یې څلور ورځې مخکې منارې هوارې کړې.

د موصل بېرته نيول به پر داعش ډله لويه بريا وي چې درې کاله مخکې د دې ډلې سني سخت دريځو له حکومتي سرتېرو څخه دا ښار ونيوه.

د ۲۰۱۴میلادي کال په جولای مياشت کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي په النور جومات کې د جمعې د خطبې لپاره راڅرګند شو او د سوريې او عراق پر سیمو يې د يوه خلافت د جوړولو اعلان وکړ.

  • په سیمه کې د عراقي ځواکونو تر څنګ نورو کومو ځواکونو د داعش پر وړاندي پر مختګ کړی دی؟

که څه هم د امریکا په مشرۍ عراقي ځواکونو داعش ډله تر ډېره بريده له موصل څخه پر شا تمبولې ده خو د سوريې په رقه ښار کې هم د امریکا په مشرۍ د عربو او کرد ځواکونو ائتلاف د داعش پر وړاندي پرمختګ کړی دی.

د يادونې وړ ده چې رقه په سوریه کې د داعش ډلې تر ټولو قوي مرکز دی.

  • د دې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د برخليک په اړه څه راپورونه دي؟

د تېرې پنجشنبې په ورځ د روسيې يوه لوړپوړي ډیپلوماټ وويل چې ابوبکر البغدادي ښايي د روسیې په هوايي حملو کې وژل شوی وي خو دا ادعا تر اوسه نه ده تائيد شوې.

پوځي قوماندانان وايي چې د داعش خلافت اوس تر يو کېلومتر مربع پوري پاته دی او يوازي يو څو سوه سخت دريځي جنګېږي.

خو د نظامي چارواکو په وينا، په دې سیمه کې سخته جګړه روانه ده او د داعش تر کنټرول لاندي سیمو کې پنځه لکه ملکيان پاته دي.

چارواکي وايي، ځيني سخت دريځي ښايي تر مرګه جګړه وکړي.

يوه بل عراقي پوځي ډګرمن محمد التميم ويلي چې داعش جنګيالي ځانونه نه سپاري او که دوی په جګړه کې ونه وژل شي، پر ځان بمونه چوي او ځان وژني.

د موصل په ازادو شویو برخو کې خلکو په درې کلونو کې د لومړي ځل لپاره د داعش ډلې له کنټرول پرته اختر ولمانځه.

د فرانسې خبري اژانس راپور وايي چې د داعش تر کنټرول لاندې سيمو کې اوسېدونکو ته د اختر د لمونځ اجازه وه خو د اختر لمانځلو اجازه نه يې نه درلوده.

XS
SM
MD
LG