د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

د کابل امنیه قومانداني: د اختر په مناسبت کابل ښار کې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي


د کابل امنیه قوماندانۍ په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د کمکي اختر لپاره یې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ سرپرست محمد سالم احساس د شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې اعلان وکړ چې پولیس د کابل ښار او ولسوالۍ د امنیت د ټینګښت لپاره مؤظف شوي دي.

نوموړي د کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې د اختر د مراسمو، جوماتونو او تفریحاځایونو امنیت ټینګ شوي او خلک په ارامه زړه کولای شي د اختر خوښۍ ولمانځي.

ښاغلي احساس له خلکو وغوښتل چې د پلاستیکي وسلو له استفادې ډډه وکړي او همدا راز د اختر په ورځو کې ټرافیکي قوانین هم په جدي توګه رعایت کړي.

د کابل امنیه قوماندانۍ سرپرست سالم احساس.
د کابل امنیه قوماندانۍ سرپرست سالم احساس.

نوموړي زیاته کړه:

"د اختر په مناسبت پولیس له نورو ځواکونو سره په همغږۍ د امنیت د ټینګښت لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې د پلان مطابق په بېلابېلو برخو کې توظیف شوي دي."

په دغه ناسته کې د کابل د امنیه قوماندانۍ سرپرست همدا راز په تیرې یوې میاشتې کې د ۲۰۰ جنايي پیښو په تړاوو د ۳۶۸ تورنو کسانو د نیولو خبر هم ورکړ.

نوموړي همدا راز وویل چې په دغه موده کې یې په کابل ښار کې د شپږو ترهګریزو بریدونه مخه هم نیولې ده.

کابل د روژې په میاشت کې د خونړۍ پیښو شاهد وه چې له سلو زیات کسان پکې ووژل شول او ګڼو نور ټپیان شول.

  • په کابل کې وروستۍ امنیتي پېښې.

مجروح: د کابل وروستۍ پېښې ۷ تنه وژلي او ۱۱۹یې زخمیان کړي

عامې روغتیا وزارت: د کابل مظاهره کې ۴ تنه وژل شوي اته ټپیان دي

کابل کې چاودنې ۸۰ کسان وژلي او څه باندې ۳۵۰ یې ټپيان کړي

خو د کابل ښار ځینې اوسېدونکي د پولیسو له لورې د اختر په مناسبت د امنیتي تدابیرو نیولو ته خوشبینه دي.

د کابل یوه اوسېدونکي رامین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا چې امنیتي ځواکونو امنیتي تدابیر نیولي موږ خوشحاله یو او خدای دې وکړي چې د اختر ورځې او شپې په خوشحالۍ تیرې شي."

د اختر په رارسېدو د کابل ښار په واټونو کې تر نورو ورځو ډېر امنیتي ځواکونه تر سترګو کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې استخباراتي او کشفي بنسټونه هم باید د امنیتي ګواښونو په مخینوي له هیڅ ډول هڅو دریغ ونه کړي.

راپور:محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG