د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

حمیدي: د اختر رارسېدو په مناسبت په کندز کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي


د کوچني اختر د رارسېدو په خاطر په کندز ښار کې جدي امنیتي تدابېر نیول شوي دي.

د کندز امنیتي چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې افغان ګډو ځواکونو د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې د کوچنې اختر رارسېدو په خاطر جدې امنیتي تدابېر نیولي دي، څو د کندز خلک په یوه ارامه فضاي کې کوچنې اختر ولمانځي.

د دې ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي په اړه ازادي راډیو ته وویل:

د کندز امنیه جنرال عبدالحمید حمیدي.
د کندز امنیه جنرال عبدالحمید حمیدي.

"د کندز پولیسو د کوچنې اختر د لمانځلو په هدف جدې امنیتي تدابېر نيولي دي، څو زموږ هېوادوال په یوه ارامه فضا کې د اختر شپې او ورځي و لمانځي."

ښاغلي حمیدي همداراز له خلکو څخه غواړي چې د ډاډمن امنیت په خاطر له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي، څو په دې ولایت کې د وسله والو مخالفینو ټول شوم پلانونه شنډ کړي.

په ورته وخت کې کندزیان هم ډېر خوشحاله دي چې د افغان امنیتي ځواکونو د کوچنې اختر د رارسېدو په خاطر د امنیت په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

د کندز ښار یوه تن اوسېدونکي په دې اړ ازادي راډيو ته وویل:

"دا د پولیسو شعار دی چې پولیس د خلکو خدمتګار دي او پولیس تل هڅه کوي چې د خلکو امنیت ونیسې او موږ د پولیسو له دې نه ستړې کېدونو هڅو څخه مننه کوو او ورڅخه خوشحاله یو."

کندز ښار د کوچني اختر رارسېدو په مناسبت کلک امنیتي تدابیر.
کندز ښار د کوچني اختر رارسېدو په مناسبت کلک امنیتي تدابیر.

بل خوا په دې ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونه هم د کندز خلکو ته ډاډ ورکوي چې دوی د کوچنې اختر د رارسېدو په هدف کلک امنیتي تدابېر نیولي دي، څو خلک وکولاي شې په ښه توګه د اختر شپې او ورځي ولمانځي.

په دې اړه دوو تنو امنیتي ساتونکو ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د اختر په خاطر قوی امنیتي پلان نیولي دي او دښمن هېڅ کار کولای نشي او زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ هڅې کوو څو دوی په ارامه فضا کې اختر ولمانځي."

"موږ په دې اختر کې رخصتۍ ونه کړي او موږ شپه او ورځ د خپلو هېوادوالو په خدمت کې یو، څو د کندز خلک پرته له کومې وېرې لوی اختر ولمانځي."

د کندز امنیتي چارواکي په داسې حال کې د کوچنې اختر د رارسېدو په هدف په دې ولایت کې د جدې امنیتي تدابېرو د نیولو کېدو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې په کندز ښار کې هدفې وژونو او وسله والو غلاو زور اخیستې دي چې دې مسئلې خلکو ته یې ډېر اندېښنې زیږولي دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG