د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د طالبانو له‌خوا برمته شوي امریکايي استادان مرسته غواړي


په کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه استادان چې یو یې امریکایي او بل استرالیایي دی، د تېر کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو له‎خوا وتښتول شول.

په هغه وېډیو کې چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ ناوخته خپره کړه دغه دواړه استادان ښکاري چې د مرستې غوښتنه کوي.

په وېډیو کې اسټرالیایي تیموتي ویکس "Timothy Weeks" او امریکایي استاد کیوین کېنګ "Kevin King" له خپلو حکومتونو غواړي چې د دوی د خوشې کېدو لپاره د افغان حکومت او طالبانو سره خبرې وکړي.

دواړه برمته شويو استادانو په دې وېډیو کې ویلي چې د دوی د خوشې کېدو لار دا ده چې هغه طالبان چې په بګرام کې د امریکا په پوځي مرکز او د کابل په پلچرخي زندان کې دي، باید خوشې شي.

تیموتي ویکس چې ظاهراً روغ معلومېږي ویلي:

"کور ته زما د تګ یوازنۍ لار دا ده چې د اسټرالیا صدراعظم له طالبانو سره خبرې وکړي."

امریکایي استاد کیوین کېنګ له یوې اوږدې نامنظمې ږیرې سره ظاهراً ښه نه‌ښکاري.

دوی دواړه د تېر کال په اګسټ کې په کابل کې د امریکایي پوهنتون له څنګه وتښتول شول.

دواړو استادانو په وېډیو کې تاریخ د جون شپاړلسمه نېټه ښودلې ده.

دا د دغو استادانو دوهمه وېډیو ده چې خپرېږي.

لومړۍ وېډیو د روان کال په جنورۍ کې خپره شوې وه چې دغه دواړه برمته شوي کسان په‌کې ظاهراً ښه نه‌ښکارېدل، خو په دوهمه وېډیو کې دوی روغ معلومېږي.

دوی وایي، طالبان ښه چلند ورسره کوي، خو دا ګرانه ده چې وپوهېدل شي چې دوی د فشار په نتیجه کې خبرې کړې دي.

امریکایي چارواکو په سپټمبر کې ویلي وو چې امریکایي ځواکونو د ژغورنې عملیات پیل کړي دي، خو تر اوسه‌یې د دوی څرک نه‌دی موندلی.

په تېرو څو کلونو کې چې امنیتي وضعیت کړکېچن دی، د افغان او بهرنیو وګړو تښتونې په تېره بیا په کابل کې ډېرې شوې دي.

د داسې پېښو ډېری قربانیان د جنایت‌کارانو له‌خوا نیول کېږي.

ځیني وختونه برمته شوي کسان پر وسله‌والو مخالفینو پلورل کېږي او یا هغوی په خپله هم د خپلو افرادو د خوشې کېدو لپاره افغان یا بهرني وګړي برمته کوي.

XS
SM
MD
LG