د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

هفنګټن پوسټ: افغانستان باید خپله راتلونکې وټاکي


نېشنل انټرسټ خپرونه د افغانستان په اړه یوه مقاله لري چې تر "امریکا باید په افغانستان کې له ترورېزمه د پاکستان د ملاتړپه وړاندې ودرېږي" سرلیک لاندې خپره شوې ده.

د مقالې په پېل کې په کابل کې وروستیو چاودنو، انتحاري حملو، مظاهرو او بې امنیتي ته اشاره شوې اوپه یوه برخه کې یې راغلي:

د حقاني شبکه د پاکستان له استخباراتو سره د نږدېوالي له امله د ښو طالبانو په ګڼه کې وه.

امیرالبحرمایک مولن چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیزو، د سنا د وسله والو خدماتو کمېټې ته ویلي و چې د حقاني شبکه په حقیقت کې د پاکستان د استخباراتو ښی لاس دی.

د نېشنل انټرسټ په حواله، د حقاني شبکې مشران په پاکستان کې شتمنۍ لري، پناه ځایونه لري، د پاکستان او خلیج د هېوادونوترمنځ ازاد تګ راتګ کوي او د پاکستان په روغتونو کې يې درملنه کېږي.

د نېشنل انټرست په لیکنه، په‎داسې وخت کې چې د امریکا د جمهور رئیس، ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان د کړنلارې د بشپړولوپه حالکې ده، باید له هغو امکاناتوچې په لاس کې یې دي، لکه مالي بندیزونه، کار واخلي او دپاکستان د استخباراتوپر هغو کارکوونکو د سفر بندیز ولګوي چې له تروریستي ډلو سره اړیکې لري.

د نېشنل انټرسټ په حواله، د فشار داسې ټکي باید وموندل شي چې پاکستان ته یې درد او بیه زیات وي.

خپرونه وړانديز کوي چې امریکا باید هغه مالي شبکې او بانکونه په نښه کړي چې د پاکستان استخبارات يې په پټه کې له تروریستانو د ملاتړ لپاره کاروي.

امریکا باید په راتلونکي کې پر پاکستان د پوځي لوازمو پر خرڅولو او له هغه هېواد سره د پوځي مرستو لپاره سخت شرایط وګوري او د حقاني شبکې پر ضد د بې پيلوټه الوتکو حملې هم باید زیاتې کړي.

د نېشنل انټرسټ په لیکنه، څوچې دا کار نه وي شوی، په افغانستان کې وضعیت ښايي تردې هم خراب شي.

"افغانستان باید خپله راتلونکې وټاکي" د افغانستان په اړه د هفنګټن پوسټ خپرونې د مقالې سرلیک دی چې پر امریکايي عسکرو په ننګرهار کې د یوه افغان عسکر پرحملې تبصره لري.

په مقاله کې لیکل شوي: په دې حمله کې ټول خوږ شوي امریکايي ځوانان وو، تر ټولو مشر یې ۳۰ کلن و.

په دې حمله کې تر ټولو ځوان امریکایی عسکرپه افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د پېل پرمهال د ښوونځي په لومړي ټولګي کې و.

د هفنګټن پوسټ په لیکنه، د دې او دې ته ورته نورو ځوانانو وژل کېدل، د دې ضرورت پېدا کړی چې امریکايیان خپلې دې ادعا ته له سره کتنه وکړي چې دا مریکا تر ټولو اوږده جګړه او د افغانستان ملت جوړونه د امریکا امنیت ټینګوي.

هفنګټن پوسټ لیکي، هغه وینه چې په دې جګړه کې بهېږي او څومره پېسې چې پردې جنګ لګېږي ډېره لوړه بیه لري چې بې پوښتنې نشي پاتې کېدلائ.

پوسټ پوښتنه کوي: شپاړس کاله وروسته، په افغانستان کې جګړې په کومه بیه، څه ګټه وکړه؟

په ۲۰۱۷ کال کې افغانستان په بحران کې غرق دی. د ملکي وګړو تلفات په بې ساري ډول لوړ دي.

ترشپږنیم لکه زیات افغانان یوازې تېرکال له خپلو کورونو تښتېدلي او وسله وال طالبان د هغه هېواد پر۴۰ فیصده خاوره واک چلوي.

د هفنګټن پوست په حواله، نور یوازې القاعده او وسله وال طالبانو دافغانستان دښمنانان ندي بلکه داعش هم هلته منګولې خښې کړې دي.

دا ناکامي د زرګونو افغانانو او امریکاييانو په وینه او د امریکا دخلکو د ملیاردونو ډالروټکس په بیه ترلاسه شوې ده.

هفنګټتن پوست په لیکنه:

په افغانستان کې دعسکرو زیاتول او هلته د موجود ناکام وضعیت پرځاي ساتل، د امریکاییانو په ګټه او یوازینی انتخاب ندی.

د ولسمشر ټرمپ اداره باید لدې هڅولاس واخلي او په افغانستان کې د ولس جوړونې په څېرکار چې سرته رسېدل نه لري، پرځاي د امریکا امنیتي ګټوته لومړیتوب ورکړي.

XS
SM
MD
LG