د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

ولسمشر غني: غواړم صلاحیتونه مې کم شي


افغان ولسمشر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په برخه کې د نهو تنو کمېشنرانو د پېژندلو سره جوخت دا اعلان هم وکړ چې غواړي صلاحیتونه‌يې کم شي.

د چهارشنبې په ورځ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د نهو تنو کمېشنرانو د پېژندلو سره هم‌مهاله د برېښايي پېژندپاڼو د وېشلو د بهیر نېږدې ۵۰۰ کارکوونکو هم په کار پېل وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني په دغو مراسمو کې وویل چې نه‌غواړي له هر چا څخه دې دی په خپله ازموینه واخلي.

ښاغلي غني وویل چې د ملکي خدماتو په برخه کې د ګمارنو دنده د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسيون کار دی.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې غواړي صلاحیتونه‌يې کم شي خو دغه صلاحیتونه به افرادو ته نه بلکې بنسټونو ته ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه هغه ولسمشر یم چې هره ورځ غواړم، صلاحیتونه مې کم شي، صلاحیتونه افرادو ته زه نه‌ورکوم، صلاحیتونه زه بنسټونو ته ورکوم او هر څومره چې بنسټونه غښتلي شي ستاسو اعتماد ډېرېږي."

په کابل کې د نویو کمېشنرانو د معرفت غونډه.
په کابل کې د نویو کمېشنرانو د معرفت غونډه.

په یادو مراسمو کې د ولسمشر فرمان هم ولوستل شو چې له مخې یې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې په وزارتونو کې د تشو بستونو تر څنګ هغه بستونه هم په نښه او اعلان ته وسپاري چې د سرپرستانو له‌خوا اداره کېږي.

د دغه فرمان له مخې وزارتونه او نورې ملکي ادارې مکلفې کړای شوي چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې خپل ټول تش او هغه بستونه چې سرپرستان لري د اداري اصلاحاتو کمېسون ته ولېږدوي.

ولسشمر محمد اشرف غني وویل چې د دغه حکم په پلي کېدو سره به پنځه زره نوي بستونه د اداري اصلاحاتو د کمېسیون له لارې رقابت ته وړاندې شي.

ښاغلي غني همدارنګه وویل چې ډېر ژر به د ښوونکو اته زره بستونه هم اعلان شي.

اخوا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون رئیس نادر نادري په یادو مراسمو کې وویل چې په نېږدې راتلونکي کې به سل لوړرتبه او متوسط بستونه اعلان ته وسپارل شي.

هغه له ټولو هغو ځوانانو چې په هېواد کې دننه يا له هېواده بهر یې زده‌کړې کړي وغوښتل چې خپل غوښتنلیکونه دوی ته وسپاري.

د ولسمشر دا څرګندونې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کمېسیون کې نوي بدلونونه د مشرانو جرګې د يو شمېر غړو له هرکلي سره مخ شوي.

د دغې جرګې منشي فیصل سمیع وايي، د کمېسیون نوې رهبرۍ ته‌يې هیله‌مندي ډېره ده چې په ګمارنو کې به شفافیت ته پوره پاملرنه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ولسمشر له دغو څرګندونو هرکلی کوو او هیله لرو چې عملي شي، که موږ غواړو چې د فساد مخه ونیسو نو بنسټونو ته باید صلاحیت ورکړو او هر څه ارګ پورې متمرکز نه‌کړو."

د ښاغلي سمیع په باور، په بنسټونو کې د شفافیت رامنځته کولو لپاره په کار ده چې په کار پوه او رښتیني خلک په دندو وګمارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون رئیس نادر نادري هم په یادو مراسمو کې پر شفافیت ټینګار وکړ او دا يې د دغې ادارې لپاره مهم اصل وباله.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG