د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

د ولسي جرګې لومړی مرستیال د کابل د وروستیو پېښو په غبرګون له جرګې ووت


د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال، د چهارشنبې په ورځ د جرګې له عمومي غونډې د کابل ښار د وروستیو ناامنیو او د دولت له لوري د تدابیرو د نه‌موجودیت په غبرګون کې ووت.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې په دې ورځ‌یې د جرګې مشري هم کوله، د کابل ښار د وروستیو ناامنیو په غبرګون کې د اعتراض په توګه د غونډې له تالاره ووت.

ده وویل، په کابل ښار کې د څه باندې دوو اوونیو پرله‌پسې نا امنیو پر وړاندې د حکومت د کمزوري عمل او د خلکو اعتراضونو ته د مناسبو ځوابونو د نه‌ورکولو له امله نننۍ غونډه پر مخ نه‎شي وړی.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون

ښاغلي همایون زیاته کړه:

"د ولسي جرګې د عزت په خاطر، د دې اوونۍ د ټولو شهیدانو په خاطر چې د چهارشنبې د ورځې په پېښه، د جمعې د ورځې په مظاهره، د ایزدیار د زوی د جنازې په مراسمو او د الزهرا په جومات کې شهیدان شوي، له غونډې وځم او ستاسې څرګندونو ته ځواب نه‌وایم."

د ولسي جرګې د کورنیو اصولو له‎مخې د جرګې رئيس باید د جرګې د غړو له ازادو بحثونو، انتقادونو او وړاندیزونه وروسته، مطرح شوې موضوع‌ګانې راټولې او د هوارولو لپاره‌يې د جرګې اړوندو کمېسیونونو او یا دارالانشاء ته سپارښتنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جوزا په ۱۰مه د کابل ښار په زنبق واټ کې د موټر بم چاودنې، د امنیتي ځواکونو په خبره، څه باندې ۱۵۰ کسان ووژل او شااوخوا ۴۰۰یې ټپیان کړل.

له یادې پېښې دوه ورځې وروسته یعنې د شنبې په ورځ، د امنیتي او کشفي ارګانونو د کمزورو اقداماتو د غندلو او د دغو ځواکونو له‎خوا د پېښې د عاملینو د ډېر ژر موندلو په خاطر جوړه مظاهره په تاوتریخوالي واوښته چې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد علم ایزدیاز زوی په‌کې ووژل شو.

اعتراض کوونکو له اعتراضونو لاس وانه‎خیست او د کابل ښار په اتو واټونو کې یې د تحصن خیمې ودرولې.

سره له دې چې حکومت وايي، د یادو پېښو په اړه‌یې څېړنې پیل کړي او له عاملینو سره به‌یې جدي چلند وکړي، خو د ولسي جرګې ځیني غړي د پېښې په اړه د حکومت روانې هڅې د قناعت وړ نه‌ګڼي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیس د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره کلک هوډ لري او په دې وروستیو کې یې په دې برخه کې هڅې لا پراخې او جدي کړې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي رادیو ته وویل:

"څه مو چې په توان کې دي، د خلکو د امنیت لپاره‌یې د دندې په توګه کاروو او په دې برخه کې تر وروستي حده هڅې کوو، همدارنګه د ترورېستي پېښو لومړی قرباني پولیس او امنیتي ځواکونه وي، موږ د ښاریانو د امنیت لپاره کار کوو، خو ځینې داسې پېښې کېږي چې پر موږ هم اثر کوي او کله کله زموږ فعالیتونه او قربانۍ تر پوښتنې لاندې راولي."

د کورنیو چارو وزارت د مسؤلینو د معلوماتو له‎مخې، په واټونو کې د خیمو د درولو او د سړکونو د بندېدو په اړه د کابل ښاریانو د پرله‌پسې شکایتونو له‎مخې، د هېواد د ملي امنیت شورا او د امنیتي ارګانونو د ګډې پرېکړې له‎مخې، د کابل ښار په واټونو کې د اعتراض کوونکو د تحصن خیمې د امنیتي چارواکو او اعتراض کوونکو د تفاهم په نتیجه کې ټولې شوي او هڅې روانې دي چې د کابل د ښاریانو امنیت خوندي شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG