د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

ډنفورډ: د افغانستان په اړه د امریکا ستراتیژي ډېر ابعاد لري


د امریکا د پوځ لوی درستیز وايي، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر زیاتوالی د جنوبي اسیا لپاره د هغې سټراټيژۍ یوه برخه ده چې د عسکرو تر زیاتوالي یې ابعاد پراخ دي.

په افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو پوځيانو عمومي قوماندان له امریکا غوښتي چې افغانستان ته دې له وسله‎والو مخالفینو سره د جګړې لپاره زرګونه تازه دمي سرتیري واستوي.

په رپوټونو کې د ځینو مقاماتو په حواله چې نوم یې نه‎دی افشا شوی ویل شوي چې افغانستان ته به څلور زره نوي سرتیري واستول شي.

ډونالډ ټرمپ د سرتېرو د زیاتوالي په اړه خپله پرېکړه د جولای په نیمايي کې اعلانوي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزېف ډنفورډ چې د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې ملي پریس کلب ته وینا کوله ویې ویل چې د افغانستان نا امني تر هغې کچې زیاته ده چې امریکا فکر کوي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز د افغانستان او پاکستان په اړه د خپل هېواد د سټراټيژۍ په اړه داسې وویل:

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ

"زه فکر کوم پاکستان د افغانستان او د دغه هېواد د امنیت لپاره کلیدي دی. د دې یقیني کول سخت کار دی چې حقاني شبکه او وسله‎وال طالبان په جنوبي اسیا کې کوم امن پټن‎ځای نه‎لري او د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله هم امن ده. خو په دې خبرې باور کول چې د افغانستان او پاکستان تر منځ مؤثرې سیاسي او پوځي اړیکې موجودې دي، دا یوه باوري لار ده چې موږ ته دا اجازه راکوي څو بریالي و اوسو."

ډنفورډ په داسې حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سټراټيژي د عسکرو د زیاتولو په شمول هر اړخېزه وبلله چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان هم دا مسئله د یادې سټراټيژۍ د بریا لار بللې وه.

په افغانستان کې د پوځي سټراټيژي واک چې په کې د عسکرو زیاتول لومړیتوب لري د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس ته ورکړل شوی دی.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG