د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

ډانفورډ: امریکا هڅه کوي، د روسیې له پوځ سره ارتباطي لین بیا ورغوي


د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورډ
د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورډ

د امریکا د پوځ یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي، د روسیې له پوځ سره ارتباطي لین بیا ورغوي.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورډ ویلي، په سوریې کې د امریکا او روسیې تر منځ دغه ارتباطې لین د دواړو لورو د ځواکونو د خوندیتوب لپاره حیاتي وسیله ده.

دی وایي، په‎داسي حال کې چې دواړه لوري په یوه خاوره کې جلا جلا عملیات کوي، نو د تصافي ټکرونو د خطر مخه له همدې لارې نیول کیدای شي.

ډانفورډ ویلي، دوی هڅه کوي په راتلونکو ساعتونو کې د پوځي او دیپلوماتیکو لارو دغه اختلافات حل او د شخړو سطح ټیټه کړي .

سوریې کې د امریکا او روسیې تر منځ دغه ارتباطې لین د دواړو لورو د ځواکونو د خوندیتوب لپاره حیاتي وسیله ده
سوریې کې د امریکا او روسیې تر منځ دغه ارتباطې لین د دواړو لورو د ځواکونو د خوندیتوب لپاره حیاتي وسیله ده

دغه امریکایې جنرال د سوریې د الوتکې د لوېدو په اړه په امریکا کې رسنیو ته وویل:

"پېښه د دې اوونۍ په پای کې د سوریې د رژیم پلوه ځواکونو د یوه ترکي وسله‎وال تر حرکت وروسته وشوه ، سو ۲۲ ډوله جنګي دغه الوتکه په سیمه کې والوته، موږ هره هڅه وکړه چې ټولو لورو ته خبرداری ورکړو چې نور نېږدې رانه‎شي او وروسته قوماندان پرېکړه وکړه چې دا هغو ځواکونو ته چې موږ یې ملاتړ کوو یو ګواښ دی او اقدام یې وکړ، یوازیني اقدامات چې موږ په سوریې کې د رژیم د ملاتړ ځواکونو په وړاندې کړي او موږ په ښکاره ویلي، هغه دوه پېښي دي چې د خپل ځان د دفاع لپاره مو کړي دي."

د روسیې دفاع وزارت وړاندې ویلي وو، له‎دې کبله چې پنتاګون ونشو کولای د سوریې د سو ۲۲ ډوله جنګي الوتکې تر راغورځولو د مخه، هغه ارتباطي اړیکه وکاروي چې دوی د عملیاتو د همغږۍ لپاره موافقه ورباندې کړې وه، نو ځکه دغه اړیکه ځنډوي.

د روسیې د دغه اختلاف سره سره، جوزف ډانفورډ وایي، په تېرو څو ساعتونو کې دغه اړیکه کارول شوې ده.

روسیې دغه راز د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی و چې د دوی هوایي دفاعي سېستم به په مرکزي سوریې کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف د ټولو الوتکو لارو تعقیبول پیل کړي.

دغه خبرداري پنتاګون اړ کړ چې د دوی په خبره، د خپلو پوځي هوایې پرسونل د خوندیتوب په هدف ځیني عملي اقدامات وکړي او د خپلو الوتکو ځای یې بدل کړی دی.

دغه ارتباطي لین په قطر کې د امریکا د پوځي افسرانو عملیاتي مرکز، په سوریې کې د روسي پوځیانو له مرکز سره نښلوي .

XS
SM
MD
LG