د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

د ۲ پاکستاني ډیپلوماټانو د نادرکه کېدو راپورونه څومره رېښتیني دي؟


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ننګرهار کې اړوندو ارګانونو ته دنده سپارل شوې څو معلومه کړي چې د تورخم- جلال اباد پر لویه لاره د پاکستان د قونسلګرۍ د دوو ډیپلوماټانو د نادرکه کېدو راپورونه څومره رېښتیني دي؟

د یاد وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی په دې تړاو څېړنې پیل کړي دي.

دانش: د پاکستاني ډیپلوماټانو په اړه څېړنې کوو.
دانش: د پاکستاني ډیپلوماټانو په اړه څېړنې کوو.

نوموړی وايي:

"موږ خپلې څېړنې پیل کړي، وبه ګورو چې دا موضوع تر کومه واقعیت لري، د ننګرهار اړوندو ځواکونو ته دنده سپارل شوې څو په‎دې برخه کې هر اړخېزه څېړنه وکړي چې دغه دوه کسان د افغانستان په خاوره کې تښتول شوي یا مخکې له دې چې افغانستان ته داخل شي تښتول شوي، موږ دا موضوع څېړو."

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي له تېرې جمعې ورځې راهیسې د تورخم- جلال اباد پر لویه لاره د پاکستان د قونسلګرۍ دوه ډیپلوماټان نادرکه شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا کومې ډلې د دغو مامورینو د تښتولو یا برمته کولو ادعا نه‎ده کړې.

د یادونې ده چې په تېره کې په پېښور کې افغان کونسل عبدالخالق فراهي او دغه شان په کوټه کې افغان ډیپلومات محمد هاشم هم د یو شمېر کسانو له‎خوا برمته شوي وو چې بیا وروسته خوشې شول.

په کابل کې د پاکستان سفارت د مطبوعاتو د برخې مشر اختر منیر د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه هېواد د جلال‎اباد قونسلګرۍ دوه مامورین چې د تېرې جمعې په ورځ د جلال اباد څخه پیښور ته د ځمکې له لارې په لار وو، د جلال اباد – تورخم د لارې په اوږدو کې لا درکه شوي دي.

نوموړي وویل چې دغه مسئله یې د افغان حکومت له بېلابېلو ارګانونو سره شریکه کړې ده.

نوموړی وايي:

"افغان حکومت په ځانګړي ډول د افغانستان د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو سره موږ دا موضوع له هماغې ورځې شریکه کړې، زموږ دغه کار کوونکي له جلال اباده تورخم ته په لاره وو چې نادرکه شوي دي او زموږ ټينګار دا دی چې زموږ دغه کارکوونکي باید پیدا شي."

هڅه مو وکړه چې په‎دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو خو له پرله‎پسې اړېکو سره - سره یاد وزارت په دې اړه معلومات ورنه‎کړل.

دې سره هم‎مهاله د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ودیر صافی وايي، که د قونسلګرۍ دغه کار کوونکي پاکستان ته د تګ پر مهال افغان امنیتي ځواکونه خبر کړي وي د افغان حکومت دنده ده چې دغه کارکوونکي پیدا کړي.

خو په وینا يې که د دغو کارکوونکو په اړه افغان ځواکونو ته دمخه خبر نه وي ورکړل شوی او دا خبر یوازې ادعا وي بیا د دې مسؤلیت څوک نه‎شي اخیستلی.

افغان امنیتي ارګانونو تل په افغانستان کې له بهرنیو کارکوونکو او ډيپلوماټانو دا غوښتي چې د خپلو سفرونو او د کار په هدف له یو ځای څخه بل ځای د تګ راتګ پر مهال دوی په جریان کې پرېږدي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG