د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

علماؤ شورا: افغانستان کې د مذهبي جنګونو د پیلولو هڅې نتیجه نه ورکوي


په کابل د شیعه‎ګانو د یو مسجد په ګډون په څو بېلابېلو ځایونو له خونړیو حملو وروسته په‎دغه ښار کې یو شمېر سُني او شیعه عالمانو په یوه خبري غونډه کې د یو بل لاسونه پورته کړل او ويې ښوده چې په افغانستان کې د شیعه او سني ترمنځ هېڅ اختلاف وجود نه‎لري.

د افغانستان د علماو د سرتاسري شورا رئیس قیام الدین کشاف په دې خبري غونډه کې وویل چې افغانستان د مذهبونو د یووالي په برخه کې په نړۍ کې بې ساری دی.

د هغه په خبره د افغانستان دښمنان هېڅ دین او قانون ته ژمن نه‎دي او غواړي چې په افغانستان کې د شیعه او سُني ترمنځ نفاق راپیدا کړي او په دغه هېواد کې د مذهبي جنګونو د پیلولو هڅې نتیجه نه ورکوي.

هغه ډاډ څرګند کړو چې د دولت وسله‎وال مخالفین به په دې برخه کې خپل ارمان ته ونه رسېږي.

د افغانستان د علماو د سرتاسري شورا رئیس قیام الدین کشاف
د افغانستان د علماو د سرتاسري شورا رئیس قیام الدین کشاف

نوموړی وايي:

"زه خپلو ګرانو هېوادوالو ته ډاډ او دښمنانو ته خبرداری ورکوم چې په افغانستان کې د شیعه او سُني ترمنځ اختلاف وجود نه‎لري، او ویلای شم چې په افغانستان کې د شیعه او سُني یووالی دښمن خپل هغه هدف ته چې د سُني او شیعه ترمنځ نفاق راپیدا کړي نه رسېږي."

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د تېرې جمعې په شپه د کابل په لویدیځ کې د شیعه‎ګانو په یو مسجد دوه تنه وسله‎والو حمله وکړه چې له امله يې لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول او تر لسو نور ټپيان شول.

د الزهرا په نوم په دغه مسجد د حملې مسؤلیت داعش وسله‎والې ډلې په غاړه واخېست.

دې وسله‎والې ډلې له دې وړاندې هم په شیعه‎ګانو د بېلابېلو حملو مسؤلیت منلی دی.

د کابل د کارته سخي او باقر العلوم په مسجدونو د حملو له امله هم یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې وه.

یو شمېر علماؤ چې د یکشنبې ورځې په خبري غونډه کې یې حاضر وو دا ډول اعمال د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وبلل.

شعیه عالم واعظ زاده بهسودي وویل چې د افغانستان شیعه‎ګان او سُنیان سره ورونه دي او هېڅ‎کله به یې تر منځ نفاق رامنځته نه‎شي.

د نوموړي په خبره د دولت د وسله‎والو مخالفینو کړن‎لارې د علماو او شریعت څخه پاکوالی وړی دی.

ده وسله‎والو مخالفینو ته په خطاب کې وویل:

"تاسو په‎ خپلو کړنو د اسلام، شریعت، دين او علماوو ابرو له‎منځه وړې، د طالب کلېمه مقدسه ده، طلب کول د انبیاو دنده وه، تاسو په خپلو اعمالو سره پاکوالی له هره ځایه له منځه وړی دی، تقدس مو له دیني عالم، مسجد، شریعت او ټولو ځایونو څخه له منځه وړي دي."

یو شمېر عالمانو په خپلو خبرو کې همدا راز له ګاونډیو هېوادونو څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو او د مذهب ترمنځ د نفاق اچولو څخه لاس واخلي.

د افغانستان د علماو سرتاسري شورا مشر قیام الدین کشاف د پاکستان د علماو شورا مشر ته په چې ویلي وو، په افغانستان کې جهاد روا دی وویل چې پاکستان ځینې وخت خپل عملي موقف په پام کې نه نیسي.

راپور : اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG