د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

سالار: په هېواد کې ۶.۵ میلیونه بې‌وزله ماشومان له خطر سره مخ دي


په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د بې‎وزله، یتیمو او بې ‎سرپرسته ماشومانو ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له‎مخې، دا مهال ۶.۵ ميلیونه افغان ماشومان د خطر له ګواښ سره مخ دي.

د دغه وزارت د ټولنیز خوندیتوب رئیس عبدالرزاق سالار د یکشنبې په ورځ په کابل کې په دې اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې د یاد شمېر ماشومانو ژوند د ښه کېدو لپاره دولت بودجه نه‎لري، خو د مرستندویه ادارو له‎خوا د دوی د ستونزو د هواري لپاره تر یوه حده کار شوی دی.

ښاغلي سالار زیاته کړه:

"زموږ وزارت د هېواد په کچه د ۲۳ ډوله هغو ماشومانو په اړه ستر مسؤلیت لري چې له خطر سره مخ دي، لکه سوالګر، بې ‎سرپرسته، یتیم، قاچاق شوي، داخلي بې‎ځایه شوي، د مور او پلار له مینې محروم او په وسله ‎والو جګړو کې ښکېل ماشومان چې دا ارقام تقریبا ۶.۵ میلیونه ماشومانو ته رسېږي چې له خطر سره مخ دي."

افغان کابینې د ۱۳۹۵ لمریز کال د سرطان په میاشت کې د روژې د میاشتې ۱۵ مه د یتیمو او بې‎وزله ماشومانو د ورځې په نوم ونوموله او ویل شوي چې په دغه ورځ به د بې‎وزله او بې ‎سرپرسته ماشومانو لپاره مالي مرستې ټولېږي.

افغانستان له دې وړاندې د جینوا په کنوانسیون کې د ماشومانو د بد وضعیت په اړه تر ډېرو انتقادونو لاندې راغلی، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې اوس دغې برخې ته پاملرنه ډېره شوې ده.

خو افغان ماشومان وايي چې لا هم له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، نه د دولت مرستې ور رسېږي او نه هم د خپل ژوند د تأمین لپاره راتلونکي ته هیله‎من دي.

په دې اړه په کابل ښار کې څو کارګرو ماشومانو ازادي راډيو ته وویل:

"زما نوم شاهین دی، غواړم چې درس ووایم او ښه شخصیت را څخه جوړ شي، خو د ورځې کارونو له دې هر څه باسلی یم، موږ سره د مرستو ژمنه کېږي، خو نه رارسېږي، هره ورځ زه خپله کار کوم او خپل کور ساتم."

"ابرار یم، پلاسټیکونه پلورم او د ورځې ۱۵۰ افغانۍ جوړوم، کور کې یې هم ورکوم او سبا لپاره یې هم ساتم، بس همدا مې کار او ژوند دی، له نور هر څه وتلی یم."

د کار، ټولنیزو چارو او شهیدانو وزارت د ټولنیز خوندیتوب رئیس عبدالرزاق سالار بیا وايي، د یونېسېف په مالي مرسته دا وخت د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د ماشومانو د ساتنې او روزنې مرکزونه جوړ شوي، خو افغان حکومت یې لا هم مرستې ته ځانګړې بودجه نه‎لري.

دی وايي، دوی هڅه کوي چې د ځانګړي مالي صندوق او نورو لارو څخه د یادو ماشومانو ستونزې هوارې او لاس نیوې یې وکړي.

راپور: یوسف‎ خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG