د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

منګل: پر بهرنیو ځواکونو حملې، د افغان ځواکونو د روزلو بهیر ستونزمنوي


د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي د افغان امنیتي ځواکونو له‎منځه په بهرنیو ځواکونو حملې د اندېښنې وړ بولي او په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د دې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي نواب منګل د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان دښمنان او مغرضې کړۍ په دې هڅه کې دي چې د نړیوالو ځواکونو له‎خوا د افغان وسله‎وال پوځ د روزلو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

نوموړی وايي:

"دا شان حرکتونه د نظامي برخې لپاره ښه نه بولم او هیله مو دا ده چې د افغان وسله‎وال پوځ رهبري دې مسئلې ته ډېره پاملرنه وکړي، زموږ د خاورې دښمنان په ارامه نه پاتې کېږي او دوی کوښښ کوي چې د نړیوالو ځواکونو د روزنې پروسه په ټپه ودروي."

ښاغلی منګل وايي، بهرنۍ کړۍ په دې ډول حرکتونو سره غواړي چې په افغان وسله‎وال پوځ د نړیوالو اعتبار کم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورونو له مخې د شنبې په ورځ د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ٢٠٩ شاهین قل اردو یو سرتیري په بهرني پوځیانو ډزې کړي چې د امریکا د پوځ يوه ویاند رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې یو افغان سرتیری وژل شوی او ٧ امریکایي پوځیان ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې چې دوی ته وفادار یو افغان سرتیري پر بهرنیو قواو برید کړی او ۴ امریکایان یې وژلي او ۴ نور یې ټپي کړي دي.

همدارنګه د يو شمېر راپورنو له مخې له دې پېښې شاو خوا يوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د کومانډو ځواکونو یو تن سرتیري د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر بهرنيو ځواکونو ډزې وکړې چې په پایله کې یې درې تنه بهرني سرتېري ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو څو کلونو کې د افغان وسله‎وال پوځ په لیکو کې د کلکو کشفي او استخباراتي تدابیرو له امله د افغان ځواکونو له منځه په بهرنیو ځواکونو بریدونه صفر ته ښکته شوي وو.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د يکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د وروستیو دوو پېښو په اړه يې پلټنې پېل او د ورته پېښو د مخنیوي په هدف تدابیر جدي شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"په دې اخره کې دوه پېښې وشوې او موږ هم پرې خواشیني يو او هغه کوم تدابیر چې لازم دي، وسله‎وال پوځ نیولي دي او په نورو اضافي تدابیرو هم کار روان دی چې څو د داشان په پېښو مخینوی وشي."

په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه باري عارض بیا د یادو پېښو لامل په پوځي قطعاتو کې د نظم نشتون او د ظرفیتو ټيټوالی ښيي.

ښاغلی عارض وايي، که په وسله‎والو ځواکونو کې کشفي او استخباراتي ځواکونه خپلې چارې په سمه توګه مخته يوسي او په امنیتي ارګانونو او وسله‎وال پوځ کې د ځواکونو د ګمارنې بهیر ته سمه پاملرنه وشي نو تر ډېره بهد يادو پېښو له مخنیوي سره مرسته شوي وي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG