د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

ارګ: د چین د بهرنیو چارو وزیر او یو پاکستانی پلاوی کابل ته راځي


ارګ وايي، د چین د بهرنیو چارو وزیر او یو پاکستاني پلاوی به په لسو راتلونکو ورځو کې کابل ته راشي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي او د پاکستاني پلاوي د سفر هدف د افغانستان او پاکستان د اړیکو د بهتره کېدو لپاره د یو مېکانېزم رامنځ ته کول دي.

ښاغلي مرتضوي وویل:

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

"د شانګهاۍ د همکارۍ د سازمان د مشرانو د غونډې په څنډه کې ولسمشر اشرف غني له خپل چینايي سیال او د پاکستان له صدراعظم سره وکتل. په دې لیدنو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو اترو پر بیا پیلولو توافق وشو. چین به د داسې یو هېواد په توګه چې له اسلام اباد او کابل سره نژدې اړیکې لري د دې خبرو اترو څارنه کوي. په همدې سلسله کې د چین د بهرنیو چارو وزیر او پاکستاني پلاوي کابل ته سفر کوي."

د ښاغلي مرتضوي په وینا، د افغان چارواکو، د چین د بهرنیو چارو د وزیر او پاکستاني پلاوي ترمنځ به خبرې اترې په جلا جلا توګه ترسره شي.

د نوموړي په وینا د افغانستان، پاکستان او چین تر منځ د مستقیمو خبرو اترو او یو مېکانیزم له رامنځ ته کېدو وروسته به د امریکا متحده ایالات هم په دې خبرو کې ګډون وکړي.

د ولسمشر د ویندوی د دفتر سرپرست شا حسین مرتضوي په دې اړه معلومات ورنه کړل چې پاکستاني پلاوي کې به څوک شامل وي.

په عین حال کې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وايي، د چین د بهرنیو چارو وزیر به د کابل، اسلام اباد او پیکینک ترمنځ د درې اړخېزو غونډو د پیل لپاره افغانستان او پاکستان ته سفر وکړي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز

نوموړي کابل او اسلام اباد ته د وانګ يي سفر منځګړیتوب وباله او ویې ویل:

"په استانه کې د نوازشریف او اشرف غني ترمنځ ډېر ښه ملاقات وشو. په کې وویل شول چې پر یو بل د تورونو پورې کولو لوبه ډیره شوې، راځئ مخکې ولاړ شو او اعتماد رامنځ ته کړو. په دې کې چین ډېر غواړي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې بهترې شي. د چین د بهرنیو چارو وزیر به د دې میاشتې په پای کې په همدې اړه د خبرو اترو لپاره راځي."

افغان چارواکي پر پاکستاني لوري تور پورې کوي چې د هغو وسله والو ډلو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې پر ملکي او حکومتي اهدافو خونړي بریدونه کوي.

په دې لړ کې تازه مورد د کابل د زنبق څلور لارې وروستۍ مرګوني چاودنه ده چې تر ۱۵۰ زیات کسان په کې ووژل شول او سلګونه نور یې ټپیان کړل.

افغان چارواکي ادعا کوي چې دا برید د حقاني شبکې د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې ای اېس ای په مرسته کړې. دا ادعا هم حقاني شبکې او هم پاکستاني چارواکو رد کړې.

پاکستان څو میاشتې مخکې د سند ایالت په یو زیارت کې د مرګونې برید پړه پر هغو وسلوالو اچولي وه چې د پاکستاني چارواکو په وینا له افغانستان څخه پاکستان ته ننوتي وو او په عکس العمل کې یې له افغانستان سره د تګ راتګ بندرونه د څه مودې لپاره وتړل.

XS
SM
MD
LG