د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

خلک: بلخ کې د کوکنارو د کښت له زیاتوالي سره ناامني زیاته شوې


د بلخ اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د کوکنارو په کښت او حاصل کې تر بل هر وخت زیاتوالی راغلی چې دغلته د نا امنۍ د زیاتوالي اساسي عامل بلل کېږي.

د چهاربولک او شولګرې ولسوالیو اوسېدونکو ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل چې د یادو ولسوالیو په مختلفو سیمو کې د کوکنار زیات کښت شوی او دولت‌یې هم مخنیوی نه‎دی کړی.

دوی وايي چې حکومت د یوه جریب کوکنارو د کښت په بدل کې له کروندګرو له پنځو تر شپږو زرو افغانیو باج اخلي.

د شولګرې ولسوالۍ یوه تن اوسېدونکي وویل:

"سامع یم، د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکی، زموږ په ولسوالۍ کې ورځ تر بلې د کوکنارو کښت زیات شوی او دولت یې هم په بدل کې د جریب پر سر پنځه تر شپږ زره افغانۍ باج اخلي."

د همدغه ولایت د چهاربولک ولسوالۍ یوه تن بیا داسې وویل:

"زما نوم خالق دی، زموږ په سیمه کې له هر څلورو کروندګرو دریو کوکنار کرلي او زیات شمېر یې حاصل هم ټول کړی دی او دولت هم دا وړتیا نه‎لري چې د حاصل ټولونې مخنیوی‎یې وکړي."

په بلخ ولایت کې له مخدره توکو سره د مبارزې ریاست مشر عبدالرحمان اوغلي وايي چې په چمتال، مارمل، شولګره او چهاربولک ولسوالیو کې نسبت نورو سیمو ته د کوکنارو کښت زیات شوی او دا مسئله د نا امنیو د رامنځته کېدو عامل هم شوې ده.

اوغلي وايي چې له امنیتي چارواکو سره په ګډه هڅه کوي چې د دې شومې پدېدې سره مبارزه وکړي.

هغه وویل:

"فعلاً هم په مختلفو کلیو کې خصوصاً په لرو پرتو سیمو کې چېرې چې نا امني موجوده ده، د کوکنارو کښت زیات شوی دی، په البرز غرنیو سیمو او هم په ټول چمتال کې کښت نسبت نور وخت ته ډېر دی او د امنیت نشتون یادې مسئلې سره مرسته کړې."

د شولګرې ولسوال سراج‎الدین سراج هم تائیدوي چې په یاده ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت زیات شوی او اکثره په هغو سیمو کې کوکنار کښت شوي او حاصل ترې اخستل شوی چې د دولت په ولکه کې نه‎دي.

سراج زیاته کړه:

"په تازه‎ګۍ سره چې یوې جدي اندېښنې ته متوجه شوي یوو، هغه دا ده چې اکثرو اوسېدونکو د نا امنۍ او فقر له امله د کوکنار کښت ته مخه کړې او اساسي عامل‎یې هم له بزګرو څخه د دولت نه ملاتړ دی."

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ ګاونډي ولایتونه لکه سرپل، جوزجان او سمنګان کې هم خلک د روان کال په ترڅ کې د کوکنارو د کښت او قاچاق په اړه شکایت لري.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG