د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د مخدره موادو قاچاق په تور ۲۸ تنه نیول شوي


د افغانستان د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، د روان شمسي کال په لومړيو دريو مياشتو کې د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې پوليسو او کشفي ارګانونو ۲۸ نفره د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د نشه يي موادو د قاچاق په تور نيولي دي.

د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې مرکز مسئولين وايي، په نيول شويو خلکو کې يوه مېرمن هم شامله ده چې په خپله خېټه کې يې هيروئين پټ کړي و.

د دې مرکز وياند خالد موحد ازادي راډيو ته وويل چې له نیول شویو کسانو سره په مجموعي ډول ۱۸ کېلو ګرامه هروئين، چرس او الکولي مشروبات وو چې غوښتل يې ډيلي او دوبۍ ښارونو ته يې په قاچاقي ډول يوسي.

ښاغلی موحد زياتوي د دوی دوسيې تر څېړنو لاندې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"نيول شوي قاچاق وړونکي اکثره هغه خلک دي چې په خپلو خېټو کې يې هېروئين پټ کړي وو، دوی غوښتل دا مواد د کابل له هوايي ډګر څخه ډيلي او دوبۍ ښارونو ته يوسي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو او کشفي ارګانونو د منسوبينو له خوا ونيول شول."

تر دې مخکې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر سرحدي پوليسو ويلي وو چې دوی په نوموړي هوايي ډګر کې د هر ډول قاچاقو مخه نيولې ده.

​د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر سرحدي پوليسو قوماندان سيدګل روحاني ازادي راډيو ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي و چې قاچاق وړونکي غواړي له بېلابېلو لارو خپلو هڅو ته دوام ورکړي، خو د دوی پولیسو يې مخه نيولې ده.

که له يوې خوا د کابل نړيوال هوايي ډګر مسئولين د لاس ته راوړنو خبره کوي، نو له بلي خوا د ملي شورا د ځينو غړو له خوا پر نوموړو مسئولينو باندې خورا ډېر انتقادونه کېږي او وايي چې د نوموړي هوايي ډګر له لارې اوس هم نشه يي مواد په قاچاقي ډول وړل کېږي.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند سید مهدي کاظمي وايي، قاچاق وړونکي د نشه يي موادو د انتقال په خاطر له مختلفو لارو چارو کار اخلي چې له نشه يي موادو سره مبارزه يې ټکنۍ کړې ده، خو له دې سره سره له مخدره موادو سره د مبارزې پولیس د نشه يي توکو د انتقال په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د نشه يي موادو قاچاق وړونکي د خپل کار ميتود ته بدلون ورکوي چې دې کار د پوليسو کار ګران او ټکنی کړی دی، خو بیا هم په دې برخه کې د کشفي او استخباراتي کارکوونکو فعالیتونه د پام وړ دي او د نشه يي موادو قاچاق وړونکو ته يې درانه زيانونه اړولي دي."

له نشه يي توکو سره د مبارزې د مسئولینو په وینا ډېری ښځې او نجونې نشه يي مواد په خپلو خېټو کي انتقالوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې له نشه يي موادو سره د مبارزې کمېسیون غړي دا ډول لاس ته راوړنې ګټوري بولي، خو وايي چې له نشه يي موادو سره مبارزه باید نوره هم جدي وګڼل شي او د وړو قاچاق وړونکو تر څنګ ستر قاچاق وړونکي هم د قانون منګولو ته وسپارل شي.

راپور: عباد الله حنانزی

XS
SM
MD
LG