د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

د بلوچستان په «BUITEMS»پوهنتون کې د مهاجرينو د مطالعاتو مرکز پرانيستل شو


يو اين ايچ سي ار د بلوچستان د معلوماتي ټيکنالوژۍ او انجنېرۍ په پوهنتون کې د مهاجرينو د مطالعاتو يو مرکز جوړ کړى چې نه يوازې به خلک پکې د مهاجرينو په اړه هراړخيز معلومات تر لاسه کوي، بلکې د هغوى د مهاجرت د ژوند په اړه به څېړنې هم پکې کوي.

د مهاجرينو نړيوالې ادارې «د مهاجرينو د مطالعاتو مرکز« د کوټې په معلوماتي ټيکنالوژۍ او انجنېرۍ «BUITEMS» پوهنتون کې پرانيست چې د مهاجرينو په اړه به هراړخيز معلومات را ټولوي، د مهاجرينو د ژوند او خپل هېواد ته د ستنېدو په اړه به له يو اين ايچ سي ار او پاکستاني چارواکو سره ګډ کار کوي.

د دې مرکز پرانيسته په پاکستان کې د يو اين ايچ سي ار مشر ښاغلي ايندريکا رتوتي وکړه.

د مهاجرینو د مطالعاتو مرکز پرانیسل.
د مهاجرینو د مطالعاتو مرکز پرانیسل.

ده له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا مرکز ډېر مهم وباله:

"دا يو ډېر ښه ګام دى چې د «بيوټمز» پوهنتون په مرسته مو دلته «د مهاجرينو د مطالعاتو مرکز» جوړ کړ، دا به د مهاجرينو او مهاجرت په اړه څېړنه کوي، زه هيله من يم چې دا مرکز به حکومت او يو اين ايچ سي ار ته مهمې سپارښتنې کوي او د هغه په اساس به د مهاجرينو چارې پر مخ ځي او دې ته به يوه حل لاره لټول کېږي چې مهاجرين وکولاى شي خپل هېواد ته ستانه شي او هملته ژوند وکړي."

په پاکستان کې د افغان کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر ستر کمېشنر ډاکټر عمران زېب وايي، «د مهاجرينو د مطالعاتو مرکز» به د مهاجرينو په برخه کې څېړنه کوي او دوى ته به مشورې ورکوي چې په رڼا کې به يې دوى په پاکستان کې د هغوى د مېشتېدو او افغانستان ته د ستنېدو پاليسي جوړوي:

"د دې مرکز په وسيله دوې خبرې ډېرې ضروري دي، د ستنېدونکيو مهاجرينو په اړه به څېړنه کېږي چې د دوى اړتياوې څه دي او ارادې يې څه دي چې په اساس يې موږ بيا په افغانستان کې پلان جوړ جوړ کړو او دلته يې له ستونځو خبر شو، بله خبره دا ده تر اويا فيصده زيات افغان مهاجرين تر څلرويشت کلنۍ کم عمره دي، نو د دې مرکز په وسيله موږ د هغوى په اړه هم څېړنه کول غواړو چې په مستقبل کې د هغوى لپاره څه کول پکار دى، دا مرکز به موږ ته په قاعده مشورې راکوي."

په کوټه کې د افغانستان جنرال قونصل وحيدالله مومند هم د دې مرکز د پرانيستنې په مراسمو کې ګډون کړى وو.

ښاغلي مومند ازادي راډيو ته وويل په بلوچستان کې د افغان کډوالو په برخه کې د معلوماتو نشتوالى لويه ستونزه وه او دا مرکز به اوس په علمي توګه په دې برخه کې کار کوي:

"په دې پوهنتون کې زموږ افغان محصلين هم درس وايي او د درو لکو په شاوخوا کې مهاجرين مو په بلوچستان کې قانوني ژوند کوي، نو د دغو مهاجرينو د ژوند په هره برخه کې به- چې کله يې پوليس نيسي، کله يې تعليمي او نورې ټولنيزې ستونځې وي- دغه اداره کار کوي او يو اين ايچ سي آر ترې خبر کړي، بل دا چې څنګه دوى بايد خپل هېواد ته ستانه شي، دا هر څه به دلته په علمي توګه څېړل کېږي."

په پاکستان کې دا مهال شااوخوا دوه ميليونه افغان کډوال ژوند کوي چې په هغوى کې ١.٤ ميليونه يې له يو اين ايچ سي ار سره راجسټر او پاته شپږ سوه زره ناراجسټر دي.

د يو اين اسي ايچ سي ار د مشرانو په وينا «د مهاجرينو د مطالعاتو مرکز» به د ناراجسټر شويو کډوالو په راجسټر کولو، د کډوالو په اړه د پاکستان د نوې تګلارې او افغانستان ته د دوى د ستنېدنې په چارو کې مرسته او څېړنه کوي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG