د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

امنیه قوماندان: د خاص ارزګان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده


د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي چې یاده ولسوالۍ د مهماتو د کموالي له امله د سقوط له ګواښ سره مخامخ ده.

د خاص ارزګان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالصمد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل دغه ولسوالۍ له تېرو دوو ورځو راهیسې د وسله‌والو طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې ده او مهمات‌يې خلاص شوي، خو ولایتي اداره ورته هېڅ پاملرنه نه‌کوي.

نوموړی وايي، که مهمات ورته ونه‌رسېږي دغه ولسوالۍ به د وسله‌والو طالبانو لاسته ولوېږي.

د خاص ارزګان امنیه قوماندان عبدالصمد.
د خاص ارزګان امنیه قوماندان عبدالصمد.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ هره شپه له وسله‌والو طالبانو سره په جګړه بوخت یو، دغه یو اوس دومره مهمات لرو چې موږ یوازې ځانونه پرې ژوندي خلاص کړو، په ټولې ولسوالۍ کې ۱۰۰ فيره مرمۍ نه‌لرو او امنیه قوماندانۍ ته چې پیشنهاد وکړو، لوجستیک راته وايي پیسې راکړه، د خدای روی دی موږ څه وکړو."

په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال رحمت‌الله صدیقي دا مني چې ولسوالي تېره شپه د وسله‌والو طالبانو له لوري محاصره شوې وه، خو وايي چې وسله‌وال طالبان بېرته پر شا تمبول شوي دي.

ښاغلی صدیقي د عبدالصمد هغه خبرې ردوي چې ګنې دغې ولسوالۍ ته مهمات نه‌ورلېږي.

د ارزګان امنیه قوماندان رحمت الله صدیقي.
د ارزګان امنیه قوماندان رحمت الله صدیقي.

صدیقي وویل:

"موږ هرې ولسوالۍ ته د مهماتو خپله سهمیه ورکوو، دا بې‌معنی خبرې دي، موږ هېڅکله نه‌غواړو چې خپل پولیس د دښمن په لاس ورکړو او یايې هم ووژنو."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د امنیه قوماندانۍ له لوري د درېیو ولسوالیو معتمدان هم په داسې حال کې نیول شوي و چې د ولسوالیو لس زره مرمۍ يې پر طالبانو پلورلې وې.

د خاص ارزګان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالصمد همداراز وايي چې په دغې ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو څلور پوستې چې یوه‌يې قرارګاه ده پرته له جګړې وسله‌والو طالبانو ته خوشې کړې دي.

نوموړی وايي چې دغه پوستې تېره شپه د ملي اردو ځواکونو د دغې ولسوالۍ د قلعه خور په سیمه کې خوشې کړي او په خبره‌يې چې په یادو پوستو کې یو شمېر مهمات هم وسله‌والو طالبانو ته پرېښي چې له امله‌يې د ملي پولیسو یوې امنیتي پوستې هم شاتګ کړی دی.

په ورته وخت کې بیا په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا مسؤلین دا خبرې په کلکه ردوي چې ګنې دوی دې امنیتي پوستې وسله‌والو طالبانو ته خوشې کړې وي.

په دغه ولایت کې د څلورمې پلي لوا د عامه اړیکو مسؤل وايي چې د دوی ټول امنیتي سرتېري په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ځای پر ځای دي او هېڅ کومه پوسته‌يې وسله‌والو طالبانو ته نه‌ده خوشې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره په دغه ولایت کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په موخه د «خالد» په نوم پوځي عملیات پيل شوي خو د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلین وايي لاهم د ترینکوټ ښار په یو کېلو مترۍ کې وسله‌وال طالبان شتون لري.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG