د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

ویسا: د کابل بهیر، سوله راولي که یې ځنډوي؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د کابل د پروسې د غونډې او په کابل ښار کې د لارو او واټونو د بندېدو او عمومي وضعیت په اړه مطالب خپاره کړي دي.

د وېسا خپلواکې ورځپاڼې د کابل بهیر، سوله راولي که یې ځنډوي تر عنوان لاندې په سرمقاله کې کښلي چې که څه هم د کابل د پروسې په نوم د نړیوال کنفراس د جوړېدو اعلان له پخوا شوې وه، خو دغه کنفراس د کابل د پرله پسې غمیزو تر سخت اغېز لاندې جوړ شو.

سرمقاله لیکونکی وايي، په دې شک نشته چې افغانان سولې ته اړتیا لري او د سولې په اړه که په هره کچه کې هڅې کېږي خامخا مثبت اغېز لرلای شي خو په دې شرط چې هدف په کې سوله وي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره که کنفراس په خپله د افغان چارواکو نوښت وي او یا هم د دوی د نړیوالو ملګرو خو اصلي موخه یې د مسکو د سولې د غونډو بې اغېزې کول دي.

د مسیر ورځپاڼې بیا کابلیان، د غم، درد او خپګان تابلو ګانې تر عنوان لاندې په سرمقاله کې د کابل ښار عمومي وضعیت ته اشاره کړې ده.

سرمقاله لیکونکی وايي، نن اوومه ورځ ده چې په کابل ښار کې ژوند عادي نه دی، د ښار له منځه تېرې شوې لارې بندې دي او د ښار په منځ کې لوی بازارونه یا تړلي او یاهم کاروبار په کې په ټپه دریدلی.

سرمقاله لیکونکی وړاندې کاږي چې عام خلک هم په بمونو کې وژل کېږي، هم لاریونونه ورته زیان رسوي او هم د سیاستوالو د واک غوښتنې قرباني کېږي، په ټول ښار کې خلک وېرېدلي، د خلکو په څېرو کې خواشیني، غم او درد ښکاري، خلک مړاوي دي او پر شونډو یې مسکا نشته.

او د هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د کابل پروسې د غونډې اهمیت ته په اشارې سره په سرمقاله کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه پیل کړي.

سرمقاله لیکونکی وايي چې پرون له پلان سره سم د کابل د پروسې ناسته په بریالیتوب ترسره شوه او په دغه ناسته کې د افغان سولې له بهیره د سیمې او نړۍ د ملاتړ د راجلبولو او د سولې د خبرو د همغږۍ پر سربحث وشو.

وړاندې سرمقاله لیکونکی لیکي چې په دغه ناسته کې افغان حکومت روښانه کړه چې د افغان سولې اړتیا څه ده او د سولې په نه موجودیت کې به ستونزې او خطرونه په کومه کچه وي؟

د سرمقاله لیکونکی په باور دا ځکه مهمه ده چې په افغانستان کې پردۍ جګړې په ځانګړې توګه په کابل کې د سفارتونو ترمنځ سیالیو افغانستان د نا امنیو لور ته ټیل وهلی او سوله یې ګواښلې چې ورسره سیمه او نړۍ هم نا امنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG